برما کې روان ظلم پرضد د ايران او ترکيه مشرانو اړيکې نيولي, د اسلامي هيوادونو د اقدام خبرې

روئیټرز  خبری آژانس د راپور په اساس دبرما یا میانمار پوځ او امنیتی ځواک په راخین صوبې کې دروهنیګیای مسلمانانو په ضد دخپلو جنایتونو په دوام کې  له پولو دتیریدو او له میانماره د خپل ژوند د ژغورنې  دهڅو په وخت  د ښځو اوماشومانوپشمول کابو  درې سوه   اویا روهینګیائی  مسلمانان په داسې ډیر بوږنونکی ډول وژلی  چې  انسانیّت   هم ترې شرمیږی  .

راپورښئ  دژوند دژغورنې په هلوځلو کې کابو اته دیرش زره  روهینګیائی مسلمان  بنګله دیش ته په رسیدو کې بریالی شوی دی .

 دبرما   په راخین صوبې کې  دروهنیګیائی  مسلمانانو په ضد  د افراطی بودایانو اود دغه هیواد د وحشی پوځ  په ځپونکو او تیریګرو   عملیاتو کې  چې  کابو  لس ورځې مخکې بیا پیل شوی  او هماغه راز دوام لری ، د دغه هیواد دمسلمانانو نسل ختمونه  اوج ته رسیدلې  او دا داسلامی هیوادونو مشران او نړیوال اورګانونه دی چې  د مسلمانانوپه ضد په دغو وحشی ډوله  جنایتونو ئې تر دې دمه سترګې پټې کړی دی.

 دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر  حسن روحانی   په دې باب پرون هم  د ترکیې  له ولسمشر  رجب طیب اردوغان سره  په ټیلیفونی خبرو کې  په دې باب داسلامی  هیوادونو دسملاسی اقدام  خبره کړې او وئیلی ئې دی په دې  اړه  اسلامی ایران هر  ډول مرستو او غږملتیاؤ ته تیار دی

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.