بلوچستان حکومت د شهید پولیس افیسر ساجدخان مومند کورنۍ ته د یو نیم کروړ روپو ورکولواعلان

د ټی این این د راپور په اساس د بلوچستان وزیراعلی ثنآلله زهري د پيښور دورې په موقع وئیلي چې چمن کښې د وژل شوي ډي پي او ساجد مهمند مړی ئي پيښور ته منتقل کولو لپاره دوه جهازونه مختص کړی وو ولې موسم له وجې نه دي اوچت شوي. وزیراعلی ثنآلله زهري د ساجد مهمند کورنۍ سره خواخوګي ښودلو سره د هغوې لپاره د یو نیم کروړ روپو معاوضې اعلان هم اوکړو. په دې موقع میډیا سره خبرو کښې دوي اوویل چې په سوشل میډیا خواره شوې خبرونه غلط وو چې ګنې بلوچستان حکومت د سجاد مهمند مړی پيښور ته منتقل کولو لپاره جهاز ورکولو نه انکار کړی وو، ولې حقیقت دا دی چې حکومت دې لپاره دوه جهازونه مختص کړی وو خو د خراب موسم له وجې پرواز نه دی ممکن شوې. دوې زیاته کړه چې ساجد مهمند د زمونږ محسن دی او د بلوچستان اولس کله هم خپل محسن نه هیروي. څرګنده دې وې د ساجد مهمند مړی بلوچستان نه په عام ایمبولینس ګاډي کښې خپل کور پيښور ته راوړلی شوي وو په کومه چې د هغوي خپلوانو او عام خلکو خفګان څرګند کړی وو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.