بلوچ ازادی غوښتونکو د پاکستان څخه لار ورکه کړې – پاکستان د سويس حکومت پرضد غبرګون

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د هغې روسته سخت غبرګون ښکاره کړ کله چې د سويس هيواد په جنيوا ښار کې د بلوچستان د ازادۍ ” فری بلوچستان ” په پار يو شمير بورډونو پوسټرې لګيدلې وې او د بلوچستان د يو خپلواکه هيواد په توګه منلو غوښتنې پکې شوې وې .

روسته د دې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د سويس دولت ته يوه خط استولی چې پکې غوښتنه شوی چې په سويس کې دې د بلوچستان د خپلواکۍ په اړه په رقم هلو ځلو بنديزونه ولګوي.

په خط کې ليکل شوي بلوچستان د پاکستان لويه صوبه ده ځنی قوتونه غواړي انتشار پکې رامينځته کړي, د سويس دولت څخه غوښتنه شوې چې بی ايل اے يا بلوچ ليبريشن ارمی د پاکستان په قانون کې يو ترهګره ډله ده ځکه دې په سويس کې دوي ته د هلو ځلو اجازه ورنکړل شي او بنديز دې پرې ولګول شي.

ياده دې وي چې دا لومړۍ ځل دی چې د پاکستان دولت د بلوچستان ستونزه په نړيواله کچه جدی واخيسته, پداسې حال کې چې د ځنی امريکه د کانګريس, ملګرو ملتونو او د اروپايی هيوادونو د پارليمان يو شمير غړی د بلوچانو سره همغږي دي.

دی پشتون اېکسپرېس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.