بونير کې په يوه ټريفکی پېښه کې درې جينکۍ مړې, څوارلس نورې ژوبل شوي

د پښتونخوا په بونير ولسوالۍ کې په يوه ټريفکی پېښه کې درې جينکۍ مړې او څوارلس نورې ژوبل شوي.

د پوليس په وينا دا پېښه داسې محال رامينځته شوې چې د ښونځی يا د اسکول يو ګاډی سهار د امنور کلی څخه ديوانه بابا ته په لاره وو چې د ټانګو پول سره نيزدې يې بريک کار .ونکړ او د پېښې ښکار شو

په پېښه کې ژوبل شوې نجونه ضلعی هيډ کوارټر هسپتال ډګر ته وړل شوي.

په پېښه کې مړې شوې نجونو عمرونو د دولس او پينځلس کالونو ترمينځه ښودل کيږي.

د يادونې وړ ده چې په ټوله پښتونخوا کې د اسکولونو لخوا زده کونکيو ته سم ټرانسپورټ نه ورکول کيږي, د اسکولونو مالکان د پيسو په لالچ کې زوړ او خراب ټرانسپورټ کاروي چې څه وخت هم داسې خونړۍ پېښې رامينځته شي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.