بچی مې دنيا ته د راتګ مخکې په خيټه کې ساه ورکړه

دغه د جمعې یوه یخه ورځ وه، زه د خپل پراجیکټ د پاره د انټریو په سلسله کې په برلین کې د ماجرو یوې کیمپ ته ورغلم، په دغه کیمپ کې یوه کارکونکی زما پخوانۍ سوشل ورکره وه، هغه د مخکې زما د پراجیکټ په اړه معلومت لرل، او ځه یې په ځان پسې روان کړم او د یوې کمرې دروازه یې وټکوله، لیږ ساعت پس د هغه کمرې دروازه خلاصه شوه او یوې جینۍ ډېر په ګرم جوشۍ سره مونږ ته د دن نه راتلو اشاره وکړه، کله چې کمرې ته دن نه شوم یو ځل بیا زما سوشل ورکرې هغې ته زما تعارف وکړو، او خپله واپس خپل دفتر ته لاړه، زه لیږ ساعت د پاره ولاړ وم بیا دغه جینۍ ماته د ناستې د پاره و وئیل، زه په یوه کرسۍ کیناستم او په کمره کې مې چار چاپیره وکتل، کمره یې ښکلې سنبهال کړې وه، دغه جینۍ ماته د چای کافی څکلو ست وکړو خو زه کافی نه څکم ځکه چې بیا ماته د شپې خوب نه راځي، بیا هم د هغې په ډېر اسرار سره ماته یې نیس کافی جوړه کړه. مخکې لدې چې مونږ خپلې خبرې شروع کړو د دغه جینۍ په غیږ کې یو ډېر ښکلی ماشومه وه، دې ماته و وئيل بخښنه غواړم زه اول دا ماشوم ته د لوبو سامامان برابروم تر څو ده پرې مشغوله شي او مونږ بیا خپلې خبرې وکړو.
 
 
تقریبا د پینځه منټو مصروفیاتو روسته دغه پیغله ماته مخامخ په کرسۍ کیناسته، ډېر په ادب او پروفیشنل طریقه یې زما سره خبرې پیل کړې، ډېر کره انګلش یې وئیلو ما فکر وکړو کیدای شی کوم انګلش هیوادونو کې یې ژوند تیر کړی وي.
 
دا جینۍ نرمین نومیده، دا وس 29 کلنه ده، دوی په اصل کې د فلسطین دي خو په سوریا کې د پخوا راهسې ژوند کوي، خو د کله پخپله فلسطین ته تللې نه ده، خو دوي خپل ځان د سورین فلسطینین په نوم یادوي، نرمین په دوبئ کې پیدا شوې، د نرمین پلار هغه وخت په دوبئ کې بیزنس لرلو، نرمین په دبئ کې د نهم کلاس پورې زده کړې وکړې، خو بیا یې د پلار بیزنس خراب شو، او دوی د دوبئ څخه واپس سوریا ته راغلل او د دمشق په ښار کې یې خپل ژوند پیل کړو.
 
نرمین وایی کله چې د دوبئ څخه واپس سوریا ته راغلل خپله مورنۍ ژبه عربی یې سمه زده نه وه، خو په سوریا کې یې یو ځل بیا خپل نیمګړی تعلیم شروع کړو خو د بده مرغه خپل تعلیم یې جاری ونه ساتلو او د خپل ځان او کورنۍ د چلولو د پاره یې په یوه کمپنۍ کې د مارکټنګ جاب پیل کړو، د شپاړس او 17 کالو په عمر کې به یې دوه دوه بیګونه په ملا پورې تړلی وو او د ښار په مختلیف سیمو کې یې د مختلیف سامانونو مارکیټنګ کولو، د یوې کم عمره ماشومې جینۍ دپاره په اکثره پاتې هیوادونو کې داسې جابونه کول ډېر خطرناک وي خو نرمین د خپلې کورنۍ د پاره دا هر څه کول.
 
 
نرمین هم په دومره لیږ عمر کې دولس او دیارلس ساعته کار کولو، دا کار کولو پیسې یې هم ډېرې ښه نه وې هم په دغه وجه هغې په څو بیله بیلو سیکټرونو کې کار کړی، نرمین وایی په خبرو او ډیلنګ کولو کې ډېره ښه وم، انګلش هم راتلو خو بدقسمتی مې دا وه چې ډګری مې نلرله او په ځنی ځایونو کې د تجربې ډېر ډګری ته توجه ورکول کیږي. هم په دغه وجه مې یو ځای هم سم جاب ونه مندلو.
 
هم په دغه دوران کې نرمین د یو هلک سره مینه وشوه او د هغه سره یې واده وکړو، دوی تر پینځه کالو یو ځای ژوند وکړو خو بیا د دواړه ترمینځه حالات خراب شو، نرمین وایی: دغه هلک زما سره مخلص نه وو، یواځې وخت یې پاس کولو، چې دا ماته د منلو نه وه، اخر هم زمونږ په مینځ کې طلاق وشو، او زه ډېره په مات زړه اردن ته لاړم.
 
اردن کې مې ځانته یوه لار جوړه کړه او دوبئ ته لاړم، دوبئ کې مې روزګار کولو، او د خور سره ګډه اوسیدلم. په دغه وختونو کې په سوریا کې ګڼ شمیر تنظیمونه سرګرم وو او هغوي د جنګ د پاره په زور خلک نیول، او زما د پاره خپله هم په دبئ کې ژوند ډېر ګران وو، ځکه چې دوبئ یو ډېر ګران ښار دی، نو زه هم د دوبئ څخه مصر ته لاړم، ځکه چې په دغه موده کې په سوریا کې جنګ هم ګرم شوی وو ایرپورټونه هم ټول تړل شوي وو. پداسې حالاتو کې سوریا ته واپس تګ د مرګ خولې ته خپله ځان ورکول وو.
 
نرمین وایی دا د کال 2013 خبره ده ، زه د مصر په قاهره ښار کې وم، چې هلته زما د مور په خوښه مې د یو ۳۲ کلن سورین سره واده وشو، دغه سړی ډېر ظالم وو، ما ورسره اته میاشتې تیرې کړې، د به زه په کور کې بنده ساتلم، ما څو میاشتې لمر په سترګو نه و لیدلی، د به زما سره وهل ټکول کول، زما موبایل پاسپورټ هر څه رانه د اخیستی وو او ما د کور سره د رابطه کولو هیڅ لاره نلرله چې خپلې مور ته شکایت وکړم، ما څو ځله د دغه سړی نه د تښتیدلو کوشش کړی وو خو هر ځل ناکامه شوې ومه. بیا زما مور راغله او د مور او خپل خاوند د رور په مرسته زه سوریا ته راغلم، ما د دغه سړی سره اته میاشتې تیرې کړې وې، دغه اته میاشتې ډېرې سختې وې، د ماته په سوریا کې هم ګواهونه کول چې زه به دې په سوریا کې په دهشت ګرد تنظیمونو مړه کړم.
 
کله چې سوریا ته راغلم زما په خیټه بچۍ وو، خو د خپل خاوند لخوا تشد د زه ډېر کمزورې کړې ومه، کله چې زما کورنۍ هڅه وکړه چې ما تر هسپتال ورسوی خو ټولې لارې بندې وې، هستالونه هم سم سهولتونه نلرل او د بده مرغه زما ماشوم ضایع شو. دغه وخت ما د نرمین په سترګو کې غټې غټې اوښکې ولیدې. کیدای شی داسې احساس یوه موراحساس کولی شی.
 
نرمین خپل ماشوم په غیږ کې ونیوو او خپلې خبرې ته یې دوام ورکړو چې بیا د شام څخه اردن ته لاړم هلته مې یو څه پیسې جمع کړې او ترکیه ته لاړم، په استنبول کې مې درې میاشتې تیرې کړې او یو ځل د ترکیه څخه د شپیته نورو کسانو سره په یو بوټ کې د سمندر د لارې یونان ته راغلم، په بوټ کې مو مرګ محسوس کولو، سمندر ډېر په زور کې وو، غټې غټې چپې وې، او د بوټ انجن هم سم نه وو خو بیا هم په سمندر پار کولو کې کامیاب شو.
 
نرمین خپله خبرې ته دوام ورکړې وو او ما لیکله. نرمین وایی په دسمبر 2015 کې جرمنی ته راغلم، او په برلین کې مې د یو نوی ژوند پیل وکړو، او دلته د یو بل کس سره مخ شوه، او واده یې ورسره وکړو، د دغه کس څخه یې وس یو ماشومه لور ده، خو د بده مرغه چې د دغه کس څخه هم وس جدا شوې او د خپلې لور سره تنها ژوند کوي. یو ځل بیا د نرمین سترګې د غټو غټو اوښکو ډکې شوې. نرمین وایی: د خپل بچی د پاره ډېر فکرمنده یمه. ماشوم یې په غیږ پورې ونیولو.
 
نرمین وس په جرمنی کې یو نوی ژوند پیل کړی او غواړی خپل نیمګړی تعلیم پوره کړی،او ورسره په بیوټیشن یا کینډر ګارټن (د پینځه کالو عمر کم ماشومانو یو رقم اسکول ته په جرمنی کې کینډر ګارټن وایی) کې کار وکړم، نرمین وس په جرمنی کې ځان
محفوظه احساس کوی خو بیا هم د خپلې کورنۍ په اړه فکرمنده ده.
لیکوال: نوربادشاه یوسفزئ
 
((نوربادشاه یوسفزئ په جرمنی کې دا انتراکسیون نومې ادارې په مرسته په جرمنی کې د کډوالو د ژوند په اړه په انګلش او جرمن ژبه کې کتاب لیکي، دا کیسه هم د هغه کتاب برخه ده چې تاسو سره یې دلته انلاین شریکوو. درنښت))
Diese Geschichte ist Teil einer Broschüre im Entstehen des Journalisten Noor Badshah Yousafzai, der selbst nach Deutschland geflohen ist. Er arbeitet für verschiedene Medien, darunter BBC Pashtu und The Pashtun Express. Sobald die Broschüre gedruckt ist, veröffentlichen wir sie hier auf unserem Blog. Bis dahin teilen wir die einzelnen Geschichten als individuelle Artikel. Die Broschüre wird ermöglicht über die “Partnerschaften für Demokratie Treptow-Köpenick” über das Programm Demokratie leben!

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.