تاسو په خپلو اوږو څه څه بار کړي دي؟ او څه ډول په هغه باور لرئ؟/ ژباړه: امیرخان منګل

یو دهقان ښار ته ولاړ چې د قربانې لپاره وزه واخلي

چې کله یی وزه واخیسته بیرته د کلي خوا ته روان شو نو څو کسان غله د هغه تر شا روان شول چې وزه په یو چل ترې لاسته راوړي او قرباني یی کړي.

د ښار څخه چې لږ لرې شو نو په لاره یو غل ورغلو سلام یی ورته وکړ او ورته یی ویل چې دا سپئ د ولې په اوږو کړئ ؟

دهقان ورته وویل چې وبښئ دا وزه ده سپئ نه ده.

په خپله لاره ترې روان شو چې لږ مخته ولاړ نو بل غل په مخه ورغلو، غل ورته په خندا سلام ورواچوه او ورته یی وویل چې دا سپئ د ولې په شا کړئ ده؟

دهقان په غوسه کې غل ته وویل چې ته لیوانئ شوئ! یی دا وزه ده سپئ نه ده

غل ورته وویل چې وزه نه ده، سپئ ده، که دا سپئ د همداسې په شا وي او کلي ته ورسیږې خلک به ملنډې درباندې ووهي.

دهقان ډیر غوصه کې ترې روان شو

لږ چې مخته ولاړو بل غل په مخه ورغلو هغه هم ورته وویل چې محترمه تاسو دا سپئ ولې په اوږو کړئ؟ دا خو شرم ده

دهقان ډیر وارخطا شو فکر یی وکړو چې که دا حیوان هرڅنګه وي خو زما د پاره د شرم او ځور سبب شوئ زړه نا زړه وو چې څه وکړي

همدې وخت کی بل غل راځي هغه هم په دهقان خاندي او ورته وايي چې په ژوند کې می اول ځل دی چې د یو سړي په شا کړئ سپئ ګورم

دهقان نور په ځان نه پوهیدو چې هغه وزه اخیستې او که سپئ ؟

پریکړه یی وکړه چې نور باید له دې حیوان څخه ځان په عزت کې خلاص کړي، یو خوا بل خوا یی وکتل چې څوک نشته فکر یی وکړه چې نور دا حیوان وزه نه بلکې سپئ ده هماغه ځائ کې يې حیوان خوشئ کړ تر څو نور د خلکو د خندا نشي،

تاسو په خپلو اوږو څه څه بار کړي دي؟ او څه ډول په هغه باور لرئ؟

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.