د څو ورځو راهسې سوشل ميډيا د پاکستان او هندوستان ترمينځه د جنګ په خبرو ښه ګرمه ده، څوک وايي که هند حمله وکړه نو ښځې نر به مقابله وکړو، څوک وايي په ځان پورې به بمونه وتړي او د هندوستان فوځيان به په شاه کړي، څوک وايي دير باجوړ وس هم د جمات الاخرار او د البدر د سرتيرو نه ډک دے که هند حمله وکړي دا ځوانان به د پاک فوځ څنګ په څنګ وجنګېږي او غاښ ماتۍ جواب به ورکړي خو ځه ويم که غاښ ماتۍ جواب ورکړي او که نۀ خو خپل سرونه به خامخه ورکړي
ځه دا نه ويم چې ولې يو پښتون د پاکستان ملاتړ کوي؟ ځه دا ويم چې ايا پاکستان پښتنو ته دومره حقونو ورکوي څومره چې د يو هيواد حق جوړېږي چې خپل اولس ته يې ورکړي؟ تروسه امن، تعليم، روزګار، ګيس، برق، اوبه، ټرانسپورټ يا نور سهولتونه پښتنو ته پوره ورکړل شوي چې د يو پښتون خوله خلاصه کړي او په رښتيا د پاکستان زنده اباد وېلو توان پکې پيدا کړي