تېر اته کلونو کې لسګونه زره افغانان د جهاد په نوم وژل شوي
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتو د بشری حقوقو د څانګې مشر وویل: له 2009 کال نه تر اوسه اوۀ اویا زره افغانان د جنګ او ترهه ګرو حملو له کبله وژل شوی دی.
د افغانستان په چارو کښې د ملګرو ملتود بشری حقوقو د څانګې مشر ډانیل بېل نن په کابل کښې «د افغانتسان د جنګ د قربانیانو لپاره د ملی تحقیقات آغاز» نومې غونډه کښې وویل: دغه شمېر کسان په جوماتونو، مدرسو، روغتونونو، غونډو او هندفمنو قتلونو او چاودنو کښې وژل شوی دی.
ډانېل بېل په افغانستان کښې د جنګ له قربانیانو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه.
همدارنګ د افغانستان د بشری حقوقو د کمېشن مشرې مېرمن سیما سمر هم په دغو مراسمو کښې له نړیوالې محکمې وغوښتل چې په افغانستان کښې د جنګ د اصلی عاملانو په باره کښې دې تحقیق او څېړنه وکړی.
د افغانستان د بشری حقوقو د کمېشن مشرې همدارنګ په افغانستان کښې د جنګی جرائمو، بشری ضده اقداماتو او نسل کشۍ په بندولو تاکید وکړ.
په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مقابلې په بهانه له 2001 کال نه د امریکې فوځی شتون تر اوسه د زرګونو عامه افغانانو له قتل عام او ودانیو او بنیادی مراکزو له ویجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې او په دغه هېواد کښې ناامنی ورځ په ورځ زیاتیږی.