جرمني د موټرو جوړولو کمپنۍ دې د هلمند د لیتیمو د کانونو په اړه څیړنه وکړی، اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غنی د جرمنی ولسمشر ته وړاندیز کړے چې د دغه هېواد د موټر جوړولو کمپنۍ دې د هلمند ولایت د لیتیمو د کانونو په اړه څېړنه وکړی، چی ترې د موټر جوړولو په صنعت کښې استفاده وکړی
نوموړی دغه څرګندونې نن غرمه په ارګ کې د جرمنی له ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر سره چې د یوه لوړپوړی دولتی پلاوی په مشرۍ افغانستان ته راغلی و، په کتنه کې کړې دی.
 افغان ولسمشر په دغه کتنه کی وویل د افغانستان او جرمنی ترمنځ اړیکې ډېرې پخوانۍ دی او خوښ یو چې د جرمنی او افغانستان تر منځ مو د اړیکو سل کلنه کلیزه ونمانځله، هیله ده دا اړیکې لا زیاتې ژورې او پراخې شی.
نوموړی په کابل کې د جرمنی سفارت ته په نږدې برید د خواشینۍ د څرګندونې تر څنګ وویل، دولت ته د ډیپلومیټانو او ډیپلوماتیکو ځایونو امنیت ساتل لومړیتوب لری.
هغه په افغانستان کې د جرمنی سرتېرو قربانۍ وستایلې او د وارسا او بروکسل په کنفرانس کې یې له افغانستان سره د جرمنی د مرستو او د دغه هېواد د سرتېرو د اوسنی ماموریت، چې افغان امنیتی او دفاعی ځواکونو سره د روزنې په برخه کې مرسته او همکاری کوی، قدردانی وکړه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.