جمرود او بنو کې د برما پرضد احتجاجی لاريون شوی
خيبرايجنسي جمرود کښې برما کښې روهنګيا باندي روان ظلم پرضد خلکو احتجاجي مظاهره کړے ده۔ نن باب خيبر باندي شوي دغه مظاهره کښې د سيمي مشرانو نه علاوه په ګڼ شمير خلقو ګډون کړے وو۔ او د برما حکومت خلاف ئي نعري وهلي ۔ په دي موقع د دوي وينا وه چي برما کښې په مسلمانانو وحشيانه ظلم روان دے او د ترکي ملک نه علاوه له تروسه يو ملک هم د دي ظلم خلاف آواز ندے پورته کړے۔ کم چي د افسوس وړ خبره ده۔ بلخوا بنو کښې هم د جماعت اسلامي د سيوري لاندي برما کې د بربريت خلاف احتجاجي مظاهره شوي ده۔