جوزجان ولايت کې داعش او طالبان خپلو کې چاړه غوښه شو, 110 وژل شو

د جوزجان ولایت ځایی چارواکی وایی چی د دې ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ په نښته کې د دواړو خواووڅخه ۳۰ تنه وسله وال وژل شوی او ۷۰ تنه نورژوبل شوی دی.

د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجانی دیوې خبری سرچینی سره دخبرو په مهال ویلی  چې یوه اونۍ کېږی چې په قوش تپه ولسوالۍ کې د داعش او طالب ډلو ترمنځ نښته روانه ده خولا اوس هم دوام لری .

په دې اړه ځایی طالبان ادعاکوی چی داعش د دولت اوامریکا دګټوساتلو اوشتون په غرض دوی سره جنګیږی ،خودمګړی یې ډیرې سیمې ترې نیولې دی.

بلخوا جوزجانی وایی چی په دې جګړه کښې ولسی خلقوته هم زیان اوښتې چی دې کې دوه قومی مخور مشران هم وژل شوی اوځینې ښوونځۍ هم سوځېدلې دی ،خو هغه وایی چی طالب ډلې په  شاتګ کړې. خوپه رسمی ډول دواړو غاړوڅه نه دی ویلی.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.