جوزجان ولايت کې طالبان او داعش خپلو کې سره خره خپه شوي

دجوزجان دپولیسو قوماندان رحمت الله ترکستانی پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، په لسګونو طالبان او داعشی ترهه ګر د دغه ولایت دقوش تپه ولسوالۍ په برمه خشک سیمې کې سره ښکیل شوی چې دغه نښتې له څو ورځو راهسې په تیت پرک ډول روانې دی

 د افغانستان  په شمال کې دجوزجان ځای چارواکی  وائی  د دغه ولایت په قوش تپه ولسوالۍ کې د طالبانو اوداعشیانو ترمینځ  سخته نښته شوې  چې ویل کیږی دواړو خواؤڅخه  کابو اولس کسان مړه اوټپیان شوی دی .

 راپورښئ و  دجوزجان  دپولیسو قوماندان  رحمت الله ترکستانی  پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،   په لسګونو طالبان او داعشی ترهه ګر  د دغه ولایت  دقوش تپه ولسوالۍ  په برمه خشک سیمې کې  سره ښکیل شوی  چې دغه نښتې  له څو ورځو راهسې  په تیت پرک ډول روانې  دی . ترکستانی  وئیلی دی  دم ګړۍ دغه نښتې  پای ته رسیدلی دی  خو امکان ئې شته چې دغه دواړه ډلې  بیا سره ښکر په ښکر شی ځکه    مخکینۍ دښمنۍ  لری .

داپه داسې حال کې دی چې  له دې مخکې هم طالبان اوداعشیان ،دجوزجان ولایت   په قوش تپه او  درزآب ولسوالیو کې  د  نشه ایزو موادو د درو قاچاقبر  او   د سل میلیون افغانیو په سر    سره ښکر په ښکر شوی وو چې په نتیجې کې ئې  له دواړو  خواؤ په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوی وو  . دغه راز راپورونه ښئ چې دافغانستان په ځینو نورو سیمو کې   ئې هم سره ډغرې راغلی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.