حقاني په شمول د ترهګرو ډلو پټنځي په پاکستان کې موجود دي، بسم الله خان کاکړ

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د پیپلز پارټۍ عمومي منشي وویل: د حقاني په شمول د ترهګرو ډلو پټنځي د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې موجود دي
بسم الله خان کاکړ زیاته کړه چې د ترهګرو ډلو مشران او غړي د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې ښه په آزاده تګ راتګ کوي او د حملو لپاره افغانستان ته لیږل کیږي
هغه څرګنده کړه: پاکستان هم د امریکې په اجازهع تندلارو او ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې ده
د افغانستان د سیاسي چارو دغه کارپوه وویل: پاکستان په سیمه کښې د امریکې د استعماري سیاستونو اجرا کونکی دی او په همدې وجه په پاکستان کښې د مجریه او قضائیه قوو او پوځ په شمول هیڅ ارګان د دغه هیواد د ملي ګټو په فکر کښې نه دی بلکې تل یې د خپلو شخصي او د امریکې د ګټو په لاره کښې کوشش کړی دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.