حورې, غلمان او نیا بی بی

ما چې کله په پېښور پوهنتون کې په کال ۱۹۷۶ ـ ۷۷! لاء کالج کې سبق ویلو’ نو دهغه مهال به موږ ملګرې کله کله د غني خان څخه تللو او ټوله ورځ به مو غني خان څخه تیروله! زموږ به یې ښۀ ډېره میلمستیا کوله او د کانګریس او خدایي خدمتګارۍ د سیاست په اړه به یې موږ ته ډیرې مالوماتي کیسي کولې
غني خان په هغه وختو کې ښه صحت درلود; د سیاسي او تاریخي خبرو سربېره به یې ګپ شپ او ټوقي ټقالي هم کولې!
یوه ورځ غني خان موږ ته ویل: کله چې زه «غني خان» او ولي «ولي خان» واړۀ ماشومان وو’ نو بابا «باچا خان» موږ دواړه وروڼه د قران شرېف د زدکړې لپاره په خپل محلت کې د یو ملا صیب څخه په سبق کېښنولو؛
موږ دواړه وروڼه به د ماسپښین د مانځه نه وروستو د ملا صیب کور ته ورتللو او هغۀ به موږ ته قران شرېف ژباړې سره ښودلو!
د لیکوال سیلم خان ایډوکېټ! انځور
یوه ورځ ملا صیب موږ ته د قران شرېف د حورو او غلمانو ایاتونه ژباړل! نو ما ترینه تپوس وکړو چې ملا صیب ددې ایات ژباړه چې تاسو وکړه’ نو مطلب یې دا دی چې په جنت کې به موږ او تا مسلمانانو سړو ته حوری ملاویږي؟!
مخامخ په موسله د ملا صیب مور بی بی چې موږ به ورته نیا بی بی ویل؛ ناسته وه —————– ما! ترینه بیا تپوس وکړو. ملا صیب نیا بی بی ته به غلمان ملاویږي؟!
زما دا تپوس کول څۀ و’ چې ملا صیب راته ږیره په خوله کې ونیوله, ما له یې پۀ سر سر ګوزارونه راکړل, ډېر په قهر او غوسه راته ګویان شو: زۀ به درله د غلمانو په ؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛؛ راولګم ـ
ملا صیب چې نیا بی بی ته وګورې! هم هههههههههههه
غني خان ویل: زموږ ملایان چې کله هم د حورو او غلمانو کیسه کوي’ نو د حورو بیان خو ډېر په تفصیل سره کوي! خو د غلمانو خبره بیا په نېمګړه کې پریږدي.
ليکوال: سليم خان ايډوکيټ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.