خوار په هندوستان هم خوار : د غزنی روسته داعش په جوزجان کې 83 ښونځي وتړل
داعش ترهګرې ډلې د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کښې ۷۳ ښوونځي وتړل.
د جوزجان د ولایتي شورا غړې میرمن حلیمه صدف کریمي نن وویل: دا ښوونځي د جوزجان ولایت د اطرافو په درزاب او قوش تیپه ولسوالیو کښې دي او د داعش ډلې ترهګر یې د پوځي اډې په توګه کاروي.
حلیمه صدف کریمي زیاته کړه: داعشیانو د دې ښوونځیو امکانات او ښوونیز لوازم یې غلا کړي دي.
د جوزجان ولایت د ښوونې او روزنې د ادارې مشر عبدالحی یشین هم په دغه ولایت کښې د داعش په لاس د ۷۳ ښوونځیو بندیدل او د هغو د سازوسامان لوټل تایید کړي دي.
داعشیانو د جوزجان د ښوونځیو تجهیزات خپلو اډو ته وړي دي.
نن سبا په ټول افغانستان کښې د ناامنیو او ترهګرو ګواښونو له امله څه باندې زر ښوونځي تړلي پاتې دي.