خوست او د ادممد تفریحي سیمه / نجیب الله الوخېل

د ممد د خوست ښار څخه د سویل لویدیز په استقامت ۴۵ کیلومتره لیرې د تڼیو د لوړو غرونو د پاسه شنه او زرغونه سیمه ده، چې د شمالي وزیرستان سره پر نږدې پوله پرته ده. د یادې سیمې غربي لوري ته ځدارڼ میشتې سیمې دي، چې اوسیدونکي يې د نورو خوستوالو په شان له پیړیو، پیړیو راهیسې دې غونډی ته راځي او د ادممد زیارت کوي. دا سیمه طبعتاً ډېره ښکلې، په ونو پوښلې او د خوست په یوه ډېره لوړه او مرتفع نقطه کې قرار لري. که څه هم په تاریخي لحاظ دې سیمې ته له پیړیو خلک ورځي ، زیارت تودوي او پکې شپې کوي، خو پدې وروستیو کې دې سیمې د ځوانانو او سیلانیانو توجه هم ځانته جلب کړې ده. معمولاً هره ورځ او په ځانګړي ډول د اخترونو او د جمعې ورځو په رخصتیو کې حکومتي مامورین، محصلان، ښوونکي او زده کوونکي ادممد ته د سیاحت، ساعتیری او هواخورۍ لپاره ورځي. د دې ښکلو او ښېرازو غونډیو سلسلې ټولې په طبعي توګه دومره ښکلې دي، چې د کتونکو لپاره يې هره سیمه له بلې جالبه وي. ځوانان په کې میلې او خوشالۍ کوي، د هنرمندانو ډلې ورځي، د ژڼکیو اتڼونه پکې وي، ځنې پکې یادګاري انځورونه اخلي، تر ټولو جالبه دا چې پدې وروستیو کې د نورو ولایتونو په اوسیدونکو کې هم د ادممد د سیمې د لیدلو لیوالتیا پیدا شوې ده. دې سیمې ته د خلکو د ډېر هجوم مخه څو خبرو نیولې ده: الف-یوه برخه يې اساسي او پوخ سړک نلري. ب-د اوبو ښه انتظام په کې نشته. ج-د سیاحانو لپاره په کې هوټل او منظم خدمات نشته، نو هر څوک اړ دي، چې د میلې لپاره له ځانه سره توکي یوسي. د-د شپې تېرولو لپاره په کې یوه مجلله او ښکلې وداني نشته. ه-د تفریح لپاره هم په کې ټپری او نور ښکلي ځایونه ندي جوړ شوي و-پدې سیمه کې د لامبو لپاره یو ښه ډنډ او حوض ته هم اړتیا ده، چې د لامبو وهلو ټول امکانات په کې وي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.