خټک څوک دي?

خټک د پښتنو يوه مشهوره او لرغونې قبيله ده چې د کرلاڼيو پښتنو پورې اړه لري، چې د خپل لوی نيکه لقمان په وجه په خټک سره مشهوره شوه او نن ورځ د خټکو په نامه سره ياديږي۔ د تاريخي روايتونو پر بنسټ په پيل کې خټک د جنوبي وزيرستان د شوال په غره کې چې د سليمان د غره شمال لويدېځه لړۍ ده استوګنه درلوده. د شوال وادي د بنو په لويديز کې پرته ده چې اوږد والی يې شپاړس ميله او پلنوالی يې ٨ ميله دی. داسي ويل کيږي چې د وی ٦سوه کلو نه وړاندې له هغه ځايه د پښتونخوا د بنو سيمې ۔ ته راغلل او هلته يې د هني او منګلو د قبيلو سره چې د د وی په څير کرلاڼي پښتانه وو استوګنه غوره کړه،خو څه موده وروسته د کرلاڼيو يوه بله قبيله چې شيتک نوميده او اوس د بنو څيو په نامه سره يادېږي د شوال خوا ته وليږديدل او له هغه ځايه يې د هني او منګل قبيلې و شړلې او پخپله په هماغه سيمې کې ميشته شول. په د غه وخت کې خټک هم له د وی سره استو ګن شول چې د سد راوڼ نهر او د هغه د شا او خوا سيمې د خټکو په لاس کې وې، خو تر څه مود ې ورو سته خټک د شيتکو سره د د ښمنۍ په و جه له هغه ځا يه وليږ د يد ل او د کو هاټ په شمال ختيزوبرخو کې ميشته شول .د کو هاټ د غه بر خې د چو ترې، ټيرې، لاچي، کر بو غې، شکرد رې، چراټ او نورو واد يو او سيمو نه عبارت د ي. چو تره د او سني کو هاټ د غره (چې په کو ها ټ کې د مالګې د غره جنوب لو يد يزه لړۍ د ه) او د لو اغرپه مينځ کې يوه زر خيزه واد ی د ه. د د غې واد ۍ مشهور ځای او د مالګې منډ يي کرک نو ميږي. ټيرې د کو هاټ له ښاره د ٣٦ ميلو په واټن د جنوب خو اته يو مشهور ځای د ی او د کو هاټ د ټيرې تحصيل د همد ې کبله په د غه نوم باند ې مشهور شوی د ی چي د کو هاټ له ښار ه د ١٧ ميلو په واټن د جنوب خو اته د سړک پر غاړه پروت د ی۔ کر بو غه د ټيرې د سيمې په شمال لو يد يز او د ټيرې دسیمې په لو يد يز کې لږ څه د شمال خو اته يوه واد ي د ه، چې په د غه ځای کې په همد ې نامه سره يو کلی هم شته، د غه ټولې سيمې د کو هاټ د ټيرې په تحصیل پورې اړه لري او د دکوهاټ په سهيل او سهيل لو يد يزو بر خو کې مو قعيت لري د شکرد رې په سيمه کې په همد ې نامه يو کلی هم شته چې نو مو ړې سيمه د کو ها ټ د ضلعې په جنوب ختيزې بر خې با ند ې مشتمله د ه .په هغه وخت کې کله چې خټکو پر پو رتنۍ سيمې ولکه وکړه او په هغې کې يې استوګنه غوره کړه، نو د کوهاټ د او سنۍ ضلعې ځمکې چې د غه ځای شمال ختيزې بر خې هم پکې شا ملې وې د اورکز يو پښتنو په لاس کې وې چې هغوی هم کرلا ڼي پښتا نه شميرل کيږي۔ د ګوډ تيمور تر ير غل ١٣٩٨ ع ورو سته په اغلب ګو مان د پنځلسمې پيړۍ په پيل کې د پښتنو يوې بلې قبيلې يعني بنګښ چې هغوی هم کرلا ڼي پښتا نه د ي د کورمې له واد ۍ نه چې د کو هاټ په شمال لو يد يز کې پروت د ی د کو هاټ لوري ته په ليږد پيل وکړ او د د غې ضلعې د لو يد يزو پو لو نه تير شول او د د غې قبيلې خلکو کو هاټ ته تګ راتګ پيل کړ .څه مود ه خو په خير او خير يت سره تيره شوه، خو په پای کې د بنګښو او اورکزو تر مينځ شخړې را مينځ ته شوې چې په د غو جګړوکې خټک د بنګښو ملګر تيا وکړه او هم محمد زيو او تپې ته نږد ې د وه فيصله کوونکې جګړې پيښې شوې چې په د غو جګړو کې بنګښ او د د وی ملګري خټک بر یالي شول او اورکزي د کو هاټ شما لي غر ونو ته پر شا وتمبول شول چې تر او سه پورې هم هلته استوګنه لري د د غو جګړوپه ۔ نتيجه کې چې اورکز يو کو مې سيمې له لا سه ور کړې وې یوه هم د ريسي سيمه وه چې خټکو پرې ولکه وکړه چې د غه ځای د کو هاټ په شمال ختيزه برخه کې پرته ده . خټکو پر د غو ټو لو سيمو با ند ې د ١٥ پيړۍ په پای یا د ١٦ ۔ پيړۍ په لو مړ يو وختو نو کې تسلط ومو ند چې په د غو سيمو کې پڼياله، زيړي، توره څيړۍ هم شا ملې وې. همد اراز خټکو پر شمال ختيزې بر خې باند ې خپله پر ا ختيا جاري و سا تله او د زيړه پر ټو لې واد ۍ او د خوړه نيلاب پر واد ۍ يې هم خپله قبضه ټينګه کړه چې د نیلا ب واد ۍ يوه برخه په کو ها ټ او لږه برخه يې په پيښور کې پرته د ه.د غه واد ي د چراټ د غره د لړۍ او د نيلاب د غره تر مينځ مو قعيت لري د نيلاب غر د اپر يد يو له سيمې نه پيل کيږي او د ختيز خو اته د سند د د رياب تر پورې غاړې پورې رسيږي .نیلاب په عمو مي تو ګه د کو هاټ پورې تړلی دی .د خوړه شما لي برخه په پيښور او جنو بي برخه يې په کو هاټ کې شا مل د ي .تر هغه ورو سته کله چې د خټکو قبيلې په شمير کې زيا توالی راغی نو په هما غه تنا سب يې خپلو مقبوضه سيمو ته یې پر اختيا ور کړه او اوس هغه پراخه سيمه د د وی په لاس کې د ه چې د يوسفزيو د سيمې او د کا بل يا لنډي سيند له شمالي څنډو نيولې تر کا لا باغ، عيسی خيلو، مر وتو، بنو، وزيرو او د سند د د رياب تر لو يد يزو څنډو پورې غځيد لې د ه۔ د خټکو شمال ته يو سفزي، لمر پر يو تو ته يې خليل، اپريد ي او بنګښ، جنوب ته يې د بنو سيمه او ختيز ته يې ابا سين مو قعيت لري ۔ د خټکو د سيمې اوږد والی شاوخوا سلو ميلو او پلن والی يې پنځوس ميلو ته رسيږي د خټکو سيمه پر د وو بر خو ويشلې شوې د ه چې يو يې شما لي خټک او بل يې جنو بي خټک د ي .د جنو بي خټکو په سيمه کې د ما لګې کانو نه (درنګونه ) شته .د د ې سيمې ځمکه ميد اني او شګلنه د ه .غرونه يې شنه او اباد نه د ي ټيري، لاچي، کړک او شکر د ره د د ې سيمې مشهور ځا يو نه د ي ۔ د شما لي خټکو سيمه هم غر نۍ د ه چې د د ې غرونو نه کو مه ګټه نه شي اخیستل کیدای .اکوړي، شيد و، نظام پور، امير او امير کلان د د ې سيمې مشهور او لوی کلي دي .خټکو د سيمې په لوړو بر خو کې ځينې وړې وړې او سمسورې د رې هم شته چې په ځينو بر خو کې یې د ښوونو ځنګلي ونې شته .د خټکو په سيمه کې د بهاد ر خيلو د ما لګې کان يا د رنګ ډير مشهورد ی چې د د غه کان د عا يد اتو په وجه ډيرې پيسي لاس ته راځي۔
د خټکو مشهور ښا خونه :
هغه خټک چې د کو هاټ په شمال ختيز کې اباد د ي او د کابل د سيند ه پورې استوګنه لري د اکوړه خټکو په نامه سره ياد ېږي .اکوړي د پيښور او نو ښارنه ختيزې لور ته د کا بل سيند په جنو بي څنډو کې مو قعيت لري .خټک په اصل کې په د وولو يو ښا خونو يعني تري او بو لاق ويشل شوي د ي . د هند پر نيمې وچې با ند ې د انګریزانو د واکمنۍ نه وروسته خټک په د ريو نو مو نو اکوړه، ټيرې او سا غري سره ياد ېږي ساغري خټک بولاق د ي، خو ملک اکوړي چې ذکر به يې وشي تري خټک و۔ د پښتونخوا مشهور ليکوال ارواښاد قا ضي احمد جان د پښتو په مجلې (ستړي مشي) کې په ١٩٣٢ ع کال کې د خټکو د قبيلې د ښا خو نوپه باب د اسې ليکلي د ي :(( د خټکو د وه لوی ښاخونه د ي. يو د ټيري خټک او بل د اکوړي خټک. د ټيري خټک په کوهاټ ، بنو، پینډۍ اواکوړي آباد د ي او د وی اووه قامونه د ي: خورم، سيني، ټيري، بارک، ساغري، بنګي خيل. د اکوړي خټک د پيښور ضلع کې سهيل اړخ ته او د کوهاټ ضلع کې لمر پرېواتۀ ته آبا د د ي.))
په دې خټکو کښ درې ډوله خیلونه د نورو نه زيات معتبر دي:.
خان خيل: په دې نامه د خټکو او د ټيري د دواړه ټبرو خانان يادېږي. او دوی دپوځي ( سپاهيګرۍ)د صفتونو او د ملک د انتظام د قابليتونو نه ډک دي. په(ملکي دندو) سول کې ډير په لويو لويو عهدو باندې مقرر دي او ډير په رسالو پټړو کې سرداران دي..
کاکا خيل: دوی د خټکو د زيړي کاکا يعني د شيخ رحمکار صاحب اولاد دي. د هغه زيارت نوښار ته نزدې دې او د زيارت کاکا صاحب په نوم باندې مشهور دې. د کاکا خيلو مياګانو په ټولو پښتنو باندې که په رعيت کې دي او که په غيرو علاقو کې ډير لوی عزت او زور دي. او د پښتنو لويه ستانه ده او وله خلق ډيري ډيري شکرانې ورکوي.
فقير خيل: دا د خوشحال خان خټک د مشر ورور اولاد دي. خلک ورته د بزر ګۍ په سترګه ګوري او ډيردرناوی يې کوي..
دخټکو دقبیلې عام خلک د پولې پټي کار (زمينداري)او کرکیلې کارونه کوي او ګډ ېاو وزې ( بزې ) ډيرې ساتي،خو اکثرپکې چې ځمکې يې خرابې او غير آبادې وي نو د مالګې کار او بار کوي او سوداګري پسې لرې لرې ځایونو ته خي او په پوځ کې بهرتي( استخدام ) کېږي. دا وخت هم په پوځ او مليشه کې ددوی زیات شمیر دندې لري. دوی ډير سخت خواري کښ او چست چابک خلک دي. دوی د سندرو او دنڅاډير مینه وال دي او د خټکو د بنګړي او د بلبلې اتڼ نوم خو هر چا اورېدلې دي. ٠
د خټکو نور ښا خو نه دادي : امندي، نداخيل، بليل خيل، بشبلي خيل، درغانخيل، ګنډ ا خيل ، سمندر خيل، بهرام، خواجه خيل، نصر تي،لګاړي، عبدلي، لو ګر خيل،بدين خيل، کشيد خيل، ګل دين خيل،چر ګي خيل، علي خان خيل، عالم خان خيل،لشکر خيل، مير ګل خیل، الله داد خيل، اشرف خيل، داور خيل، کامل خيل،حسن خيل،محمود خيل، بادين خيل،شيخ علي خيل، اتمان خيل، در پي خيل،بارک خيل، انو خيل ، امير جان خيل، تاتار خيل،دوران خيل، او نور٠ دخټکو يو ښاخ دا با سين نه بله خوا په مکود کې استو ګنه لري٠
د خټکو اکثره ځمکې د بنجر والي له کبله د کر نې وړ نه دي٠ د خټکو په سيمه کې غنم، با جرې، چڼي او با جرې کرل کيږي٠ همداراز دوی د نا رنجو، ليمو ګانو او انګورو با غو نه هم لري٠
د خټکو د سيمي معد ني پيداوار مالګه، پټکری او د ډبرو سکاره دي٠
خټک د نورو پښتنو په څير غير تي، زړور، ننګيالي، ميلمه پال او دعلم او زده کړې سره زيا ته مينه لري، همدا سبب دی چې زيا تره خلک يې با سواده او ښه تکړه ډاکتران، د پو هنتون استادان، انجنيران او د کمپيو ټر ما هر ين لري ٠ په پوځ کې هم ډير خټک په دندو بو خت دي٠
د خټکو د قبيلي يوه ښه ځا نګر تيا داده چې لا نجمنې مسالې د جر ګو او ننواتو له لارې اواروي او په عمومي تو ګه د جر ګو د فيصلو او پر ېکړو ډير درنا وی کوي٠
خټک په عمو مي ډول د شعر او شا عرۍ او مو سيقۍ سره ډير ه مينه لري ،همداوجه ده چې د او چتې پا يې شا عران او د مو سيقۍ فنکاران پکې ډير دی٠ دوی د مو سيقۍ په الا تو کې رباب، هار مو نيم،طبله او د مو سيقۍ نورسامان آلات استعما لوي٠ په پښتنو کې د خټکو اتڼ ډير مشهور دی٠ په او سني وخت کې ښا غلی بختيار خټک د خټکو دقبيلي نه دپښتو ژبې تکړه سندر غاړی دی٠
د پښتو نخوا د ايالت د کو هاټ نه سر بيره ډير شمير خټک د انګلستان په پلا زمينې لندن، بر مينګهم، مانچستر او ايلسبري کې او سيږي٠ همداراز يو شمير خټک د خليج په عر بي هيوادونو دوبی، قطر او همداراز په مليشيا کې استو ګنه لري٠
د ١٩٦١ع کال د سر شمير نې له مخې ددوی شمير د٣٧٨٣٠٤ تنو په شا او خواکې ښودل شوی و چې ښا يې دا شمير به اوس ډير زيات وي چې ا کثره يې په کو هاټ کې او سيږي٠
د خټکو مشهور او نو ميالي خلک دا دي: :
ا-ملک اکوړې : د خو شال خان غور نيکه د هندد مغو لي واکمن جلال الدين محمد اکبر ٩٦٣/١٠١٢ ع معاصر و چې دمغولي در بار له خوا د خير اباد قصبه او تر نو ښاره پورې سېمې ده ته د جا ګير په توګه ور کړل شوې وې٠ ده د لو يې پا چا هي لارې سا تنه کوله٠ سرای اکوړه چې د اکوړه خټکو صدر مقام دی هم دملک اکوړي له خوا ودا ن شوی دی٠
۲-يحيي خان : د ملک اکوړې مشر زوی چې د خپل پلار تر وفات ورو سته دهغه پر ځای د خټکو د
قبيلې مشر و.
-۳- شهباز خان چې د خو شال خان خټک پلارو

۴-خان عليين مکان ستر خو شال بابا چې دتورې او قلم خا وند و٠ د مغولو پر خلاف يې ډيرې مبارزې کړي دي .
دی ديوان خاوند واو ډير کتابو نه يې کښلي دي٠ مشهور اثار يې د خو شال کليات، دخو شال خان ديوان، سو اتنا مه، طب نا مه ،با زنا مه،دستار نامه، فراقنا مه، فضل نا مه، هد ا يه ، ائينه، صحت البدن، بياض، زنځيرۍ او نور دي ٠
۵-اشرف خان هجري چې مغولي واکمن او رنګزيب بندي کړ او د هندد بيجا پور په زندان کې تر ١٤ کلونو زندان ورو سته وفا ت شو٠ دی شاعرو او دديوان خا وند هم و٠
۶- افضل خان خټک د اشرف خان هجري زوی او دخو شال خان خټک لمسی و دتاريخ مر صع ليکوال چې دافغا نانو تاريخ او انساب پکې راغلي دي٠
. ۷-عبدا لقادر خان خټک چې دديوان خا وند دی
۸-مشهور مبارز اودپښتو ژبې تکړه او وتلی شا عر ښا غلی اجمل خټک چې مشهور پښتو اثاريې دغيرت چيغه،باتور،ګل پر هر،تکلونه،دازه پاګل وم،ژوند او فن،کچکول،دافغان ننګ،دوخت چيغه دژوند چيغه، کيسه زما دابدي ژوند ،دژوند چيغه، کيسه زما دابدي ژوند٠-۹ دژوند چيغه، کيسه زما
۱۰-ستر محقق او لیکوال ارواښاد پريشان خټک٠
۱۱-عوا مي نشنل پا رټۍ غړی،مبارز شخصيت او سيا ستپوه ښا غلی افر ا سياب خټک٠
۱۲-مشهور محقق، ليکوال، شاعر او اديب ښا غلی ارواښاد د کتور راج ولي شاه خټک٠
———————————
پايليکونه :
۱-خو شال خان خټک په اردو ژبه ددوست محمد خان کامل اثر، پښتو ژباړه د دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ ٣٩- ٥١ مخونه،٢٠٠٦ کال٠
۲-پښتني قبيلې، ١١٠- ١١٥ مخو نه
ډاکټر لطیف یاد ليکنه

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.