داعشیانو دعراق په الانبار ولایت کې خپل پنځه مسئولان پانسی کړل
د عراق په الانبار ولایت کې یوه قبایلی بسیجی کمانډر قطری العبیدی نن السومریه چینل ته په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، دالانبار ولایت په عنّه ښآر کې د داعش دغه پنځه سرغنې دعراق ځواک دحملو په وړاندې دسستۍ ا ولټۍ او ویرې د تورونو په علت پانسی شوی دی .
دعراق دپوځ اوم کنډک او دقبایلی رضاکار ځواک او کمانډوی فرقې څو ورځې مخکې په وارمخکې پاکونکو عملیاتو کې په داعشیانو حمله کړې ، چې له امله ئې دیرش تکفیری ترهه ګر هلاک اوټپیان کړی وو .
کابو دوه اونۍ مخکې هم دالانبار ولایت دمرکز الرمادی په جنوب کې د څلویښتو داعشیانو یو ډله ایز قبر کشف شوی ؤ
د داعش زیاتره ترهه ګرو د الانبار ولایت له آزادو شوو ښارونو اوسیمو له تښتیدو وروسته دغې صحرا ته پناه وړې ده او له دغه ځایه دترهه ګرو اقداماتو دمنظمولو لپاره استفاده کوی .