داعش جهادی ډلې په ننګرهار کې یو شمیر کورونه وسوځول

دننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال نن په یو لړ څرګندونو کې وویل ،بیګا داعش وسله والو له څو خواؤ ددغه ولایت دهسکی مینی ولسوالۍ اړوند دسیمه یزو پولیسو پر پوستو ډله یز بریدونه وکړل چې د نښتې پرمهال سیمی ته نور امنیتی ځواکونه هم واستول شول او دداعش برید په شا وتمبول شو.

زمونږ خبریال له ننګرهاره راپورراکړ ،د پولیسو ویاند وویل په دی برید کې  دداعش ډلی دوه سیمه ییز قوماندانان په هادی مشهور خوشحال او اسرائیل ووژل شو او څلور تنه نور ئې ټپیان شول. نوموړی وویل په برید کی پولیسو او ولسی وګړو ته زیان نه دی رسیدلی خو داعش د دوو    ځایی اوسیدونکو کورونو ته اور اچولی دی خو په سیمه کی عینی شاهدان وایی چې داعش وسله والو د څلورو هغو سیمه ییزو پولیسو کورونه سوزولی چی د سیمی استوګن دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.