داعش ډلې  په ننګرهار کې نهه کسان د تښتولو روسته وژلي

د ننګرهار د والي وياند عطاء خوګياڼي نن وويل  چې د کوټ ولسوالۍ له “سه پای” سيمې څخه شاوخوا يو نيم کال وړاندې ۱۲ تنه قومي مشران د داعش وسله والو له خوا تښتول شوي وو.

هغه زياته کړه، داعش ډلې له دغو تښتول شوو کسانو څخه ٩ تنه له تښتولو وروسته وژلي او بيا يې په يوه ډله ييز قبر کې خښ کړي وو.

د نوموړي په وينا، پرون ددغو کسانو جسدونه د اچين ولسوالۍ په مامند درې سيمه کې موندل شوي وو او نن په کوټ ولسوالۍ کې د جنازې تر مراسمو وروسته خاورو ته وسپارل شول.

د اچين ولسوالۍ يوې سرچينې هم وويل، داعش وسله والو ١٨ مياشتې مخکې دغه ملکي وګړي تښتولي وو او بيا يې له تښتولو درې مياشتې وروسته وژلي وو.

سرچينې زياته کړې،کله چې دولتي ځواکونو يادې سيمې له داعش څخه پاکې کړې، نو د چاڼيزو عملياتو پر مهال يې دغه ډله ييز قبر ومونده .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.