دانډونیزیا کلیوال مړیو ته جامي وراغوندي

 رسمونه ، دودونه او فیسټولونه په یوې(۱) ټولنې کښې اساسي حیثیت او رول لري خو په انډونیزیا هیواد کښې یو عجیبه رسم او فیسټیوال به تاسوبیخي حیرانه کړي .

دانډونیزیا هیواد په یوه کلي کښې خلک مړي له قبرونو راباسي او مړي  په اوبوسره وینځي او بیا نوي جامې وراغوندي او سینګاروي یې هم .

په انډونیزیا کښې دغه رسم په هرو دریو(۳) کلونو کښې یو(۱) ځل ترسره کیږي .

په دغه رسم کښې دکلي خلک په قبرونو کښې دښخ شویوخپلوانو مړي راباسي او له رسم سره سم دمړو کسانو هډوکي په اوبو سره وینځل کیږي او مړیو ته دنویو جامو په وراغوندلو سره هغوې  په کلي کښې ګرځوي .

د کلي خلک وايي چې په دغه رسم سره  ددوې په زړونو  او ذهنونو کښې دخپلوانو یادونه  ژوندي پاتې کیږي .

د  ویلوده چې د انډونیزیا د دغه کلي خلکو لپاره د د دوې کوم خپل مړ کیدل د غم او خپګان خبره نه ده او هغوې دخپلوانو مړي تر اونیو ،  میاشتو او په ځینو موردونو کښې تر کلونو پورې په خپلو  کورونو کښې ساتي او ډیرې مودې وروسته مړي خاورو ته سپاري 

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.