درمان په پېښور کې هره ورځ په سلګونو کسانو د روژه ماتي خواړه ویشي

روژې په مبارکه مياشت کې د درمان په نوم د خير ښيګړې يو تنظيم هر ماځيګر د پېښور د بيله بيلو سيمو او روغنتونونو په ګډون په مردان چارسده، ډهيرۍ شبقدر کې د پينځه سوه نه ډېر خلکو باندې روژه ماتی ويشي، چې پکې وريژې، کجورۍ، اچار، پکوړۍ او شربت شامل وي، دې سره سره د پيشمني په وخت کې هم د پېښور ښار په سړکونو پارکونو کې پراته لاچاره خلکو باندې وريژې او شربتونه ويشي تر څو په پيشمني کې نهر پاتې نه شي

د درمان په نوم د دې خير ښيګړې تنظيم مشر سعودشاه روغاني دی پشتون ايکسپريس ته و ويل هر ماځيګر د خپل تنظيم د وس ترمخه په روژدارو خواړه ويشي، د پينځه سوه نه زيات کسانو ته خوراک څښاک ورکوي، د ده په وينا چې ځني وختونو کې تر پينځلس سوه ډېر خلکو ته د روژه ماتي خوراک رسولی

د سعود شاه روغانی په وينا چې د دوي تنظيم په صوبه کې لومړی مقام خپل کړی چې د مردان په جيل کې يې په بنديانو روژه ماتی ويشلی او سلو قيديانو ته يې دوه دوه زره روپئ اختر خرچه ورکړې

سعود شاه روغانی په خپلو خبرو کې دی پشتون ايکسپريس ته وويل د درمان تنظيم لخوا يې په هنګو کې ماشومانو ته فری کمپيوټر ليب سره سره د مردان، کاټلنګ او ساولډهير په سيمو کې څلور زره ماشومانې جينکو ته د اسکول کالي يا يونيفورم هم ورکړي او په راتلونکی وختونو کې نور هم د خير هيګړې پروګرامونو ته دوام ورکول غواړی

د سعود شاه روغاني په وينا درمان تنظيم هره مياشت د يو مريض سره د پنځوس زره روپو پورې مرسته کوي تر څو هغه غټه مريضی ولري، او د دې سره سره معذورانو ته وهيل چيرز او نور سهولتونه ورکوي

د درمان سرپرست وايي ټوله مياشت خلکو ته د روژه ماتی رسولو کې تيره کړي خو خپله په ولاړه يا هم په منډو ترړو روژه ماته کړي، سامان د ويشلو په وخت کې خلک هيڅ مرسته نه کوي، هر سړی زور کوي چې ځني وختو کې پکې بدې پېښې رامينځته کيږي، اولس دې په دې اړه فکر وکړي

رپورټ: دی پشتون ایکسپریس

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.