دقطر سفیر مصر ته بیرته ورستون شوی دی
په قاهرې کښې د قطر سفیر سیف بن مقدم البوعینین په عربو اتحادیې کښې دفعالیت لپاره مصر ته ورستون شوی .
هغه دکویت له لارې دمصر دپلازمینې قاهرې هوایی ډګر ته ورسید چې په عربو اتحادیې کښې د قطر داستازی په توګه فعالیت ته دوام ورکړی .
دقطر سفیر سیف بن مقدم البوعینین دهغو بندیزونو په وجه چې دبهرنیو چارو وزارت دقطر پرضد لګولی وو دجون په اومه(۷) نیټه له قاهرې تللی وو .
دغه راز دقطر رسندویو د دوحې پرضد د عربستان د فیصلو په باره کښې د سعودی عربستان دمفتی څرګندونو ته په غبرګون کښې د عربستان دعلماو پلاوی منافق وباله .
دسعودی عربستان مفتی او ددغه هیواد دکبار دعلماو دپلاوی مشر په تیرې یکشنبې ورځ ویلی وو هغه فیصلې چې سعودی عربستان او یوشمیر نورو هیوادونو د قطر پرضد ترسره کړی وې د مسلمانانو او دقطر دخلکو د راتلونکو ګټو لپاره دی .
د الرایه ورځپاڼې په شمول د قطر رسنیو د دوحې په باره کښې د سعودی عربستان د مفتی عبدالعزیز بن عبدالله ال الشیخ څرګندونو ته غبرګون وښود او د عربستان د کبار دعلماو دغړیو څرګندونې یې له منافقت ډکې وبللې .
دغه راز د قطر د سمندرې بیړیو د برخې چارواکو وویل دخپل د ضرورت وړ د اساسی شیانو دواردولو او د سعودی عربستان له بایکاټونو سره د مقابلې لپاره یې دشیانو نیغ په نیغه ډول د واردولو لپاره دهندوستان له بندرونو سره نیغ په نیغه دکشتیو سرویس پیل کړی .
د قطر د ارتباطاتو او دټرانسپورټ وزارت وویل دسمندری کشتیو دغه سرویس به ددوحې دضرورت وړ ډول ډول اساسی شیان تامین کړی او د هند بار وړونکی کشتۍ په هند کښې له ماندرا او ناواچپوا بندرونو څخه نیغ په نیغ ډول دقطر حمد بندر ته ورځی .