دچین شرکت په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت لویه وادانۍ جوړوی

زمونږ خبریال وایی دچین یو شرکت به دپاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې دافغانستان دسفارت ترټولو ستره ودانۍ جوړه کړی .

په دغه ودانۍ به کابو اولس(۱۷) میلیونه ډالره ولګیږی .

دافغانستان دخارجه وزیر مرستیال نصیر احمد اندیشه په اسلام اباد کښې په ډیپلوماټیکه سیمه کښې د چین له سفیر سن ویډونګ او په پاکستان کښې دافغانستان له سفیر عمر زاخیلوال سره یوځاې د  سفارت د ودانۍ دجوړولو په دستورو کښې ګډون وکړ .

دافغانستان دخارجه وزیر مرستیال نصیر احمد اندیشه وویل په پاکستان کښې د افغانستان  دسفارت نوی ودانۍ به په دنیا کښې دافغانستان ترټولو ستره ودانۍ  وی کومه چې له پاکستان سره د کابل د ښو اړیکو غوښتنه منعکسوی  .

هغه دافغانستان د سفارت د ودانۍ په جوړولو کښې دچین دمرستې هم مننه وکړه .

په پاکستان کښې دافغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم وویل چې دسفارت ودانۍ به په دوو(۲) کلونو کښې جوړه شی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.