د احمد شا مسعود مقبره او په کابل کې څلورلارې پاکستان جوړه کړه؟امیرخان منګل

 په دې خو اوس ټول مشران او کشران پوهیږي چې د ډاکټر نجیب الله راپرزولو کې دریو کسانو لاس درلود

د افغانستان شمال خوا نه د جمعیت رهبر رباني او د هغه قومندان مسعود وو د جنوب افغانستان څخه ګلبدین او وغيره قومندانان وو دوی د نجیب دولت په ګډه ړنګ کړ ګلبدین خو پیژنو چی تر نن ورځی په پاکستان کی ساتل کیدو.

رباني او مسعود هم د پاکستان دولت حمایه کول تر هغی چی د نجیب الله حکمراني یی ړنګه کړه مسعود او رباني د پاکستان په اسلامي مدرسو کی جلسې کولې،

هغوی د افغانستان ورانولو مشورې ورکولې طالبان چې په ټول افغانستان واکمن شول په دې کی هم د پاکستان لاس وو چی ټول افغانستان یی په طالبانو ونیوو مګر پنجشیر نه.

ځکه پاکستان نه غوښتل چی مسعود له منځه یوسي د طالبانو د واکمنی پر مهال پاکستاني جنرالان د احمد شا مسعود سره پټې ناستې کولې هغوی ته یی وسلې ورکولې د مسعود پلويانو چی پښتانه په جنګ کی نیول ټول یی وژل مګر پاکستاني پنجابيان او جنرلانو به په پنجشیر کې پټ ملاقاتونه کول

او د هغوی ملیشو غړي چی په جنګ کې نیول کیدل بیرته به یی خوشي کول. څنګه چی نن طالبان ګورو د دولت ورانولو لپاره جهادونه کوي عام افغانان وژني همداسی د نجیب الله په دوره کی مسعود هم د پاکستان لخوا حمایه کیدو عام افغانان به یی وژل.

د پاکستان په اسلامي مدرسو کی به مجاهدینو چندې ورته کولې. د احمد شا مسعود قبر پنجشیریانو نه دی جوړ کړی ځکه هغه د پنجشیریانو او افغانانو قهرمان نه وو مسعود د پاکستان قهرمان وو چی د افغانستان اویا زره اردو یی له منځه یوړه هیواد یی په کنډوالو بدل کړ.

نواز شریف په دې اقرار هم وکړ چی ما خپل هیواد پاکستان ته دا لوی خدمت کړئ، چی د مجاهدینو په لاس می د افغانستان اویا زره اردو تباه کړه. مسعود به د پښتنو قاتل وو یانه خو د پنجشیریانو هم قاتل وو چې د طالبانو په لاس یی ووژل.

پاکستان چې خپل حدف ته ورسيدو نو مسعود یی ووژلو دوه ګټې یی د هغه په مرګ کې حاصلې کړې یو خوا یی د مسعود سره پټ رازونه دفن کړل، او بل خوا یی مسعود د

پنجشیریانو د پاره قهرمان جوړ کړ. د مسعود زیارت جوړولو مصرف ای ایس ای ورکړ او هم یی د هغه په نوم په کابل کی څلور لارې او مجسمه هم جوړه کړه.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.