د اخترونو بنديان! شمالی وزيرستان کې نن ټوله ورځ کرفيو وه

شمالی وزيرستان کې نن د زيارت په ورځ د سهاره تر ماښامه کرفيو لګول شوې وه چې د سيمې خلک په خپلو کورونه کې بند پاتې شوی وو, د بنو ميرانشاه او ميرعلی سړکونه تړل شوي وو چې د زرګونو خلک يې د ستونزو سره مخ کړي وو.

د سيمې پوليټکل انتظاميې د وينا ترمخه چې فوځيان د لويی اختر د پاره کورونه ته ځی هم د دې عمله يې په سيمه کې کرفيو لګولی.

بلخوا د کرفيو له عمله خلک په لارو او نورو سيمو کې بند پاتې وو, او وئيل کيږي چې دا کرفيو په هر اتوار لګول کيږي خو د اختر په وجه دا ځل د اتوار څخه مخکې لګول شوی.

په سيمه کې ميشته يو کس دی پشتون اېکسپرېس ته وئيلي چې لويی اختر ته يوه ورځ پاتې ده او د کرفيو په وجه دوي ونشو کولی چې د اختر تياريانې په صحی ډول وکړي, که په چا د زړه دوره راشي نشي کولای چې روغنتون ته ورسول شي ولې چې د کور څخه بهر تللو ته اجازه نلري او که د کرفيو په حال کې ولاړې نو مرګ دې په خپل سر دی, دی زياتوی چې کرفيو پکار ده د ولس د دفاع پخاطر ولګول شي يو څه معنې لري خو که د فوځ کور ته تګ په نوم کرفيو ولګول شي دا بيا جالبه ده.

سبا د اختر په ورځ هم د کرفيو په اړه دقيق مالومات نشته.

 راپور: شيرعلی وزير

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.