د اختر د لمانځه طريقه

:د اختر د لمانځه طريقه

د اختر لمونځ دوه رکعته دى او دا لمونځ واجب دى
لومړى: به په زړه کې نيت وکړي په خوله ویل ضروري نه دي.

دویم: به الله اکبر ووایي.

درېیم: به ثناء سبحنك اللهم … تر اخیره پوري ووايي.

څلورم: به درې تكبيرونه ووايي امام په لوړ غږ او مقتديان به یې په کښته غږ سره درې تکبيرونه ووايي، په هر تكبير كې به لاسونه غوږو ته پورته كوي او کښته كوي به یې او د هرو دوو تكبيرو تر مابين به دومره سكوت كوي چي درې تسبيحات پكښي ويل كېدلاى سي.

پنځم : امام به سورة فاتحه او قرائت وايي او ركوع ته به ځي دا ركعت به پوره كړي كله چي دوهم ركعت ته راپورته سي،
نو بیا به امام سورة فاتحه او قرائت وايي او بيا درې واره تكبير وايي پر هغه طريقه چي پورته ليكل سوې ده په څلورم تكبير سره به ركوع ته ولاړ سي.

  لمونځ به د نورو لمونځونو په څير ختم کړي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.