د اروپایي اتحاديې د بهرني سیاست د مشرې د ظالم ریاست اسرایلو په مخ کلکه سپیړه

د اروپائي اتحاديې د بهرني سیاست د مشرې ویاندې وويل: مونږ د اسرائیلي رژيم له لوري د فلسطین د زمکو د نیولو فیصله په رسمیت نه پیژنو.

د اروپایي اتحاديې د بهرني سیاست د مشرې مېرمن فيډریکا موګریني ویاندې مېرمن مایا کوټسیانچیچ وويل چې اروپایي ټولنه هغه سیمې چې صهيونېسټ رژيم په ۱۹۶۷ کال کښې نیولې دي په رسمیت نه پیژني او هغه د فلسطین د زمکې بولي.

نوموړې همدارنګه په نوې قانون کښې د صهيونېسټ  رژیم د کالیو او سامانونو د تولید په صنعتي پارکونو باندې د بندیز په اړه د ایرلینډ د سېنېټ وړاندیز ته په اشارې سره زیاته کړه چې مونږ د ایرلینډ د دغه قانوني کړنې ملاتړ کوو او په داومدار ډول یې تعقیبوو.

ویل کیږي چې د صهيونېسټ رژیم د کالیو او سامانونو په تولید د بندیز قانون تصویب دغه رژیم سخت خفه کړے دے او په تل ابيب کښې یې د ایرلینډ د سفارت د بندیدو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کښې ده چې د ایرلینډ سېنېټ تیره اوونۍ د چارشنبې په ورځ له فلسطین ملت څخه د ملاتړ په لړ کې د صهيونېسټ رژیم له لوري د تولید شویو کالیو د بندیز په اړه نوے قانون تصویب کړ.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.