د اسلامي فوځونو مشري د راحیل شریف خپله د روزي روټئ مثله ده، پاکستان

پاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز په بهرنیو چارو کښې دمشرانو جرګې سینا یوې(۱) کمیټۍ ته په وینا کښې وویل دپوځ پخوانی مشر متقاعد جنرال راحیل شریف په خپله خوښه د سعودی عربستان تر مشرۍ لاندې د یوڅلویښتو(۴۱) هیوادونو د تش په نامه دجعلی ائتلاف مشرۍ پرغاړه اخیستی ده .

دغه غونډې په وخت  د پاکستان د پیپلز ګوند یوه(۱) سناتور کریم خواجه د فارس خلیج دعربو هیوادونو په کړکیچ کښې دپاکستان په رول خپګان څرګند کړ او زیاته یې کړه دپوځ له پخوانی مشر جنرال راحیل شریف څخه باید غوښتنه وشی چې له سعودی عربستان څخه په خپله خوښه هیواد ته راستون شی .

دپاکستان دتحریک انصاف سیناتور شیبیل فراز وویل که چیرې دپوځ له پخوانی مشر راحیل شریف څخه وغوښتل شی چې هیواد ته ورستون شی نو له سعودی عربستان سره به د پاکستان په اړیکو ډیر منفی اغیز وشیندل شی .

خو د پاکستان دلومړی وزیر سلاکار سرتاج عزیز په بهرنیو چارو کښې د مشرانو جرګې یوې(۱) کمیټۍ ته په وینا کښې وویل دپوځ پخوانی مشر راحیل شریف حکومت سعودی عربستان ته نه دی استولی چې د عربستان ترمشرۍ لاندې د ائتلاف قوماندنۍ پرغاړه واخلی او حکومت له هغه غوښتنه نشی کولای چې هیواد ته ورستون شی .

دا په داسې حال کښې دی چې دپاکستان حکومت د پوځ او د استخباراتی ادارې ایی ایس ایی(ISI) په غوښتنه او د امریکا په حکم سره د پوځ پخوانی مشر راحیل شریف د سعودی عربستان ترمشرۍ لاندې د تش په نامه دجعلی پوځی ائتلاف دقوماندنۍ د ترلاسه کولو لپاره ریاض ته استولی وو .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.