د افغانستان په بيا جوړولو کې د افغانستان سره اوګه په اوګه ولاړ يو- هندۍ وزيراعظم مودی

د افغانستان دملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله او دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی په نوی ډیلی کښې په کتنې کښې ددواړو هیوادونو ترمینځ داړیکو په نور پیاوړی کولو ټینګار وکړ .

عبدالله عبدالله هندوستان ته په دوه(۲) ورځنی سفر کښې ددغه هیواد له لومړی وزیر سره په کتنې کښې دنوی ډیلی د مرستې مننه وکړه او دواړو هیوادونو د مشارکت په دوام یې  ټینګار وکړ .

د هندوستان لومړی وزیرناریندرا مودی  د افغانستان د ملی وحدت دحکومت له اجرایی مشر عبدالله عبدالله سره په کتنې کښې وویل نوی ډیلی دافغانستان په متحد، امنه او پیاوړی کولو کښې له کابل سره ولاړ دی .

دافغانستان اجرایی مشر دغه راز د هندوستان له خارجه وزیرې میرمن سوشما سواراج سره هم کتنه او خبرې کړی دی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.