د افغانستان په ختیځ ولایتونو کې د ترهګرو بده ورځ، داعش او طالبانو ته مرګ ژوبله اوړیدلې
په ختیزو ولایتونو کښې د دوه سوه یو سبلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزی وایی تیره ورځ د ملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونو چې د بهرنیو قواو هوایی ملاتړ هم ورسره و د کونړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ په اړوند سیمه کی عملیات کړي چې پکې دنوموړي په ویناپنځه تنه داعش وژل شوي او یو بل ژوبل شوے دے هارون یوسفزی په دغو عملیاتو کښی د ملکی وګړواو امنیتی ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دی ویلی خو همدا تیره اونۍ یادو ځواکونو چې دبهرنیو قواو هوایی ملاتړ ورسره و د کونړ ولایت دشولتن په ولسوالۍ کی د شپې په عملیاتو کې عامه وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوړوله چې په کور دننه او د باندی یی زيات سخت غبرګونونه راوپارول افغان حکومت په دغه پیښه کې د عامه وګړو د مرګ ژوبلی د پلټنې او عاملینو ته د سزا ورکول ژمنه کړې خو تر دې دمه دپلټنو پایلی نه دي په ډاګه شوې.
د دوه سوه یو سیلاب قول اردو ویاند وویل په هغه هوائي برید کی چی تیره شپه د ننګرهار ولایت د هسکې مینی ولسوالۍ په تړلی کنډو سیمه کی تر سره شوڅلور تنه داعش ووژل شول او وسلی او مهمات یی هم له منځه لاړل نوموړي وویل د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په اړوند ۲۹مه ویالی سیمه کی دافغان سرحدی ځواکونو او طالب ځواکونو تر منځ نښته کښې د طالب قوماندان نصرت کوچي په شمول ځلور تنه وسله وال طالبان ژوبل شوي دي نوموړي وویل په نښته کې امنیتی ځواکونو ته مرګ ژوبله نده رسیدلې هارون یوسفزی وویل د ننګرهار ولایت د سره رود او خوګیاڼیو ولسوالیو په اړوند سیمو کښې د روانو عملیاتو په دوام کې یی یوه اندازه مهمات ، پوځی تجهیزات او یو موټر سایکل تر لاسه کړ او ګڼ نور کلي یی هم د مخالفینو له شتونه پاک کړي او عملیات په بریالي ډول روان دي.