د افغانستان ځنی مشران د خپلو ګټو لپاره د پاکستان سره د شخړو دوام غواړی, خواجه اصف

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف وویل چې په اسلام اباد د حقانی ډلې ، حافظ سعید او نورو ترهګرو ډلو دساتلو تور سم کار نه دی او دا هغه ډلې او کسان دی چې کابو پینځویشت(۲۵) کاله مخکې په امریکا ګرانې وې او هغوې سپینې ماڼۍ ته بلل کیدلی .

هغه وویل دتیر وخت هیرول ممکن نه دی ځکه چې هغه زمونږ د راتلونکی او داوس وخت مهمه  برخه ده .

خواجه اصف وویل ددغه خبرې کول ډیر اسان دی  چې پاکستان دحقانی ډلې او دحافظ سعید ساتنه کوی اوزیاته یې کړه په پاکستان دطالبانو دملاتړ تور ښه کار نه دی .

دپاکستان خارجه وزیر د کوم هیواد دنوم له اخیستلو پرته وویل دغه هیواد(امریکا) حقانی ډله او حافظ سعید وروسته زمونږ د غاړې هار جوړ کړ او مونږدغه خبره منو دغه کسان او ډلې په مونږ بار دی خو مونږ سره داسې وسایل او شتمنۍ نشته چې ځانونه له حقانی ډلې او حافظ سعید خلاص کړو او دغه راز امریکا دپاکستان بار نور هم زیاتوی .

هغه وویل دافغانستان ځینې مشران دخپلوګټو لپاره له پاکستان سره دشخړو دوام غواړی .

دپاکستان خارجه وزیر وویل مونږ په افغانستان کښې د امنیت مسولیت پرغاړه نشو اخیستلی .

خواجه اصف وویل هند د افغانستان له لارې په پاکستان کښې لاسوهنه کوی .

دپاکستان خارجه وزیر وویل دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی تراوسه له ګجرات بهر نشی تللی او دغه راز په هند کښې څه دپاسه شپږ شپیته(۶۶) ترهګرې ډلې فعالیتونه کوی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.