د الباکستانۍ میډیا او ریاست منافقت/شاه افغان وزیر

! پرون یوه چادنه کابل کې او بله لاهور کې وشوه دواړو خواو ته انسانی زیان ورسیدو خو د پاکستانۍ میډیا له خواه سه دسې خبرې کیدلې
کابل کې چاودنه ۳۰ کسان هلاک شول!
لاهور کې چاودنه ۱۵ کسان پکې شهیدان شول!
انسان که هر چرته مری خوشالې شودل نه د پرې پکار له طالبانو وحشیانو له خواه که هر چرته د هر چه سره ظلم زیاتې وحشت کیږی خوشینی ښودل او غندنه یې پکار ده خو پرونئ قیسه څه بل رقم ده یوازې پرونئ نه بلکه له پخواه نه پر د خاوره څه داسې قیسې دی پرون کابل کې چاونه وشوه نو باکستانی میډیا یو شور جوړ کړو چې کابل کې چاودنه وشوه ۳۰ نه زیات کسان پکې هلاک شول څه لږ وخت روسته په لاهور کې هم چاودنه وشوه نو په میډیا راغلل چې لاهور کې چاونه وشوه ۱۵ کسان پکې شهیدان شول مطلب کابل کې مسلمان پښتون هلاک او لاهور کې پنجابې ته شهید ویل د فکر او د غندنې وړ خبره ده! مونږ ته د شهید ویلو او یا هلاک ویلو هیڅ فکر نشته او نه ورته اړتیا لرو او نه د شهادت او هلاکت سند د دوئ په لاس کې دې او نه مو د شهید او هلاک ویلو سره مینه او نفرت شته خو د دې خبرې فکر ضرور رسره شته چې د دې ځائ اوسیدونکی ماشومانو زده کونکو ته پر مطاله پاکستان کې لیکل شوې دروغجنو قیسو کهانیو باندې ولې غولوی؟ دوئ ته ولې دروغجن تاریخ ښودل کیږی چې ګینی پاکستان د اسلام په نوم مسلمانانو آزاد کړې دې! د یو اسلامی ملک دې ! او د پاکستان مطلب لا اله الا لله دې! او د پاکستان ټول اوسیدونکی یو قوم دې! افغانستان او هندوستان زمونږ دښمنان دی! ولې دروغجن تاریخ ورته ښودل کیږی؟ ولې د دې خاورې ماشومانو ته کرکه او کرکه ښودل کیږی؟ ولې د دې ځائ ماشومان او ذده کونکی د ریښتونې تاریخ زده کولو حق نه لری؟ تر کومې به دا ریاست او پنجابی جرنیلان د ظلم زیاتې کوی؟ پاکستانۍ رسنئ او ریاست تل د منافقت کړې دې تل یې د وحشیانو طالبانو ملیانو ملاتړ کړې دې تل یې ماشومانو زده کونکو ته کرکه ښودلې ده تل یې دروغجن تاریخ لیکلې دې او بیه یې پرې اولس غولوې دې تل یې دهشتګردی کړې ده تل یې انسانیت وژلې دې تل یې پښتنو ته ټوپک ښودلې دې تل د بل ایجنټ پاتې شوې دې تل یې غلامی کړې ده تل یې ریښتونې او تکړه کار نه دې کړې 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.