د بريکس هيوادونو غونډه, په افغانستان کې ترهګرۍ پېښې وغندلې, په سولې يې ټينګار وکړ
د چین اوهندوستان په شمول د برېکس هېوادونو سازمان په افغانستان کې د ترهګرۍ وروستۍ پېښې غندلي او پر سولې یې ټینګار کړی دی.
برېکس د مخ پر ودې هېوادونو تنظیم دې چې چین، هندوستان، روسیه، برازیل او جنوبی افریقا یې غړیتوب لري او په ۲۰۱۰ م کال کې جوړ شوی دی.
د دغه سازمان نهمه سرمشریزه غونډه د چین د فیجیان ایالت په زیامین ښار کې جوړه شوه چې په کې د یادو هېوادونو مشرانو برخه اخیستې.
دوی د نورو دلچسپۍ وړ مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر سولې او امنیت هم خبرې وکړې او وروستي ترهګریز بریدونه یې په کلکه وغندل.
د دغې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې دافغان جګړې او تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه شوې ده.
سرچینې زیاته کړې موږ له افغانانوسره د سولې او ثبات لپاره اوږه په اوږه ولاړ یو.
د برېکس سازمان دغه راز دافغانستان اوافغانانو په مشرۍ دسولې او پخلاینې د پروسې او په دې برخه کې د نړیوالو هلو ځلو ملاتړ کړی دی.
دغه راز ياد سازمان دافغانستان په اړه د مسکو د غونډو، داستانبول پروسې، د اسیازړه کنفرانس او نورو هغو هڅوملاتړ کړی چې دافغان سولې لپاره تر سره کیږي.