د بلوچستان پرته پاکستان نيمګړی دی — د پاکستان فوج

 د پاک فوځ سر لښکر جنرل قمر جاويد باجوه وئيلې دي چي د بلوچستان نه بغير پاکستان نيمګړے دے او د بلوچستان امن او مظبوطيا نه بغير پاکستان ترقي نشي کولې۔ د فوځ تعلقات عامه شعبے آئي ايس پي آر ترمخه آرمي چيف سره تيره ورځ د بلوچستان طالبعلمانو او استاذانو سره دملاقات په وخت دوي اووئيل چې د بلوچستان مستقبل د ځوان کل سره تړلې دے۔ آرمي چيف طالبعلمانو له مشوره ورکړي چې د رياست خلاف پروپيګنډے نه دې نه متاثره کيږي ځکه چې دغه پروپيګنډه د دښمن ملکونو ايجنسو په مرستو کيږي۔

يادونی وړ ده چې بلوچستان کې يو شمير بيلتون پاله ګروپونه د پاکستان فوځ سره په جګړه بوخت دي, دغه ګروپونه په پاکستان تور پورې کوي چې ګني ظلم ورسره کيږي او هره ورځ بلوچ وژل کيږي او وسايل يې د پاکستان په نوم پنجاب لوټ کوي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.