د ترهګرۍ مشکل د ډيورنډ په کرښه کې ندی, د کويټه او پېښور په ديني مدرسو کې دی, زاخيلوال

په اسلام آباد کی د افغانستان سفیر، له ټروریزم سره د مبارزې په منظور،د خنډونو د جوړولو او د ګډو ګزمو د کولو لپاره، د پاکستان وړاندیز؛ د ځان د ایستلو، او د دؤو هیوادونو د سرحدې لانجې هوارۍ ته د بی پامۍ لپاره د دغه هیواد له خوا یو اقدام وباله.

د تسنیم خبری آژانس د راپور په اساس، په پاکستان کی د افغانستان سفیر«عمر زاخیلوال» نن پنجشنبه د ګډو سرحدی ګزمو د جوړولو په باره کی د پاکستان د لمړی وزیر«شاهد خاقان عباسی» د وړاندیز په عکس العمل کی، اعلان وکړ: دغه وړاندیز او د ډیورنډ په فرضی کرښه کی د خنډ او اغزنو سیمانو غزول ښیې، چی پاکستان له ټرویزم سره په مبارزه کی، د مشکل له رښتنې هوارۍ، یعنی پخپله خاوره کی د ترهه ګرو د امنو ځایونو له نابودولو څخه سترګی پټوی.

عمر زاخیلوال زیاته کړه: د کابل دولت په ځلونو پاکستان ته ویلی دی؛ چی مشکل په هغه ځای کی نه دئ، چی اسلام آباد پکی سرحدی اغزن سیمان غزوی، بلکه مشکل؛ په«کویټه»،«پیښور» او د دغه هیواد په دینی مدرسو کی دئ، یعنی ځایونه چی د کابل دولت وسله وال مخالفین زده کړه کوی، او د هغوی سرغنی هلته شتون لری.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.