د جنسي تیري روسته د جینۍ قتل، قاتل د مرګ سزا واورول شوه

د ټي این این د راپور په اساس د خيبر پښتونخوا ډيره اسماعيل خان سيمې عدالت د کم عمره جينۍ سره د جنسي زياتي او د هغې د وژلو په تور کښې ګړ ملزم ته د مرګ سزا سره سره د نهه لکه روپو جرمانې سزا اورولي ده۔

دې لړکښې د ايډيشنل ډسټرکټ سيشن جج عثمان ولي خان د کم عمره جينۍ سره د شوي جنسي زياتي او د هغې د قتل کيس فيصله اورولي چې پکښې محمد بلال ته د مرګ او نهه لکه روپو جرمانې سزا اورلې شوي ده۔

څرګنده دي وي چې محمد بلال کم عمره جينۍ تير کال د جنوري په شپږويشتمه نيټه ډير اسماعيل خان کښې د واده دستورې نه اغوا کړي وه۔

د پوليس ترمخه د اغوا کيدو نه دوۀ ورحې پس د جينۍ مړې ترلاسه شوي او دا چې د پلټنو په مهال د جينۍ رشته دار محمد بلال ونيولې شو چا چې پخپله د جينۍ سره د جنسي زياتي او د هغې د وژل اعتراف کړې ؤ۔

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.