د خودکار تېکنالوژۍ په اړه د مارکس اندونه

د کارل مارکس دا خيال وو چې سرمايه داري د جاګيردارۍ مقابله کي ډېر جبر واله سستم وي ولې چې جاګيردارۍ کې انسان خپل محنت کولو کې خودمحتاره وي او د هغه محنت سره د هغه تخليقي صلاحيتونه مل وي ۔ د جاګير دارۍ برخلاف سرمايه دارۍ کې مزدور د مشين تابع وي او مشين سره د يو پرزې په توګه کار کوي ۔ دغه مشيني عمل نه يوازې د کارګر تخليقي صلاحيتونه بربادوي بلکې هغه د محنت نه هم بې زاره کوي ځکه چې د محنت کولو دوران کې د پېداواري عمل نه د هغه خپل ځاني هنري صلاحيتونه بهر وي ۔ خو سرمايه داري د جاګيردارۍ مقابله کې ډېر زورداره او طاقت واله سستم وي چې دننه د پېداوار بې پناه صلاحيتونه لري ۔ د مارکس په اند سرمايه دار يو برابر په دې لټه کې وي چې د مشين پېداواري صلاحيتونه نور او نور پياوړي کړي او دغسې خپل پېداواري صلاحيتتونه په مخکې يوڅي او اخر کار مزدور له مينځه اوباسي ۔

د تېکنالوژۍ د ترقۍ دا بهير نه يوازې د تېکنالوژۍ د ترقۍ په وجه ممکن وي بلکې داسې د سرمايه دارۍ په يو خاص پړاو کې د کار د نوعيت په وجه هم ضروري وي ۔ کله چې پېداوار د يو تکرار په ډول کېږي لکه مشين بيا بيا يو څيز پېدا کوي او مزدور بيا بيا تکرار سره دغه جوړ شوی څيز پورته کوي نو د داسې کار کولو دپاره د سپېشلايز خودکار ميشن ضرورت وي ۔ دا يو داسې کار وي چې انسان يې مکېنکل انداز کې د څه هنري صلاحيتونو نه بغير کوي ۔ د مارکس په اند انډسټري يو مخې ترقي کوي او د اټومېشن پلو ته روانه وي ۔

د مارکس مطابق اټومېشن به انساني تاريخ کې د پېداوار يو داسې نوے طرز وي کوم چې به د سوشلزم دپاره مادي بنيادونه جوړ کړي ۔ د خودکار تېکنالوژۍ په اړه د هغه نظر ډېر تر لرې لګېدو او دا يې د مزدور دپاره يوه ګټه وره ترقي بلله ۔ هغه دې ترقۍ ته په دې نظر سره کتل چې داسې کولو سره به انسان د يو روايتي کار کولو نه ازاد شي، په ځای د دې چې د يو غلام او بې اختياره انسان په توګه کار وکړي اوس کولے شي چې څيزونه ډيزان کړي، څيزونه جوړ کړي او ډول ډول کارونو ته لاس اورسوي ۔ خودکار پېداوار هنر او تعليم دواړه غواړي‘ هنر او تعليم دواړه د انسان هنري صلاحيتونه بېداروي ۔ د دې نه سربېره د زيات وخت په وجه انسان اوس خپل شغل هم کولی شي ۔

کله چې اټوميشن وجود کې راځي نو د دې په وجه د مزدور او سرمايه دار مفادات جدا جدا او د يو بل خلاف وي ۔ د مزدور مفاد دې کې وي چې خودکار صعنت په پشپړه توګه وجود کې راشي او د سرمايه دار مفاد دې کې وي چې د خودکار مشين په وسيله زيات پېداوار حاصل کړي او زياته منافع جيب کې واچوي ۔ د پېداوار دا عمل سرمايه دار طبقه‘ د مارکوسې (Marcuse) په اند، د ” فضول ضرورتونو” (false needs) پلو ته ټېلباسي کوم چې د کنزيومر سوسايټۍ دپاره نظرياتي بنيادونه جوړ وي ۔ د منافعې په رنځ اخته سرمايه دار چې د منافعې زياتولو نه علاوه کوم بل مقصد نه لري، غواړي چې خپل پېداوار د زيات نه زيات کړي او مزدور په نفسياتي توګه معذوره کړي او داسې څيزونو اغستو ته يې اړباسي چې هغه د ژوند دپاره ګټه ور نه وي ۔
د اټومېشن نه په بشپړه توګه د ګټې پورته کولو دپاره به دا ضروري وي چې مزدور سياسي اختيار تر لاسه کړي او سرمايه داري په سوشلزم بدله کړي ۔ د داسې کولو دپاره به د کارګرانو سياسي عمل ډېر لازمي وي ۔ سياسي عمل او سياسي واک د دې دپاره هم لازمي وي چې کارګران د سرمايه دارۍ نه سوشلزم پلو ته د تګ دپاره ضروري سټرکچرل اصلاحات وکړي ۔ دا به داسې وي څنګه چې د فيوډلزم دوران کې تجارت پېشه طبقې خپل اوږمهاله مفادات د فېکټرو پېداوار کې ليدل هم دغسې د کارګرانو اوږدمهاله مفادات د بشپړ اټومېشن صعنت دننه پراته وي ۔ څنګه چې تجارت پېشه خلک په انقلابي بورژوازي بدل شول همدغسې به د اټومېشن صعنت مزدور په انقلابي مزدور طبقه بدل شي او د دې جوګه به شي چې د نوي سوشلسټ سماج پېدا کولو دپاره د اټومېشن انقلاب نه ګټه پورته کړي ۔

لیکوال: چارلس مېک کېلوي

ژباړه: رشید خاطر مانیروال

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.