د خیبر ایجنسۍ ځني خرڅ شوي مشران وايي، ډیورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان ترمینځه پخه پوله ده

خيبر ايجنسي کښې یوه  قبائلي جرګه شوې چې پکښې ټولو قبائلي ایجنسو نه مشرانو شرکت کړي. جرګه کښې شریک قبائلي مشرانو افغانستان کښې د پاکستان په ضد د شوې جرګې غندنه کړې ده. نن جمرود سپورټس کمپلکس کښې دغه جرګه د پخواني وفاقي وزير پير نورالحق قاري په مشري کښې شوي۔ د جرګي په آخره يوه متفقه اعلاميه جاري کړي شوي چي پکښې ويلي شوي چي د افغانستان خاوره مسلسل د پاکستان خلاف استعماليږي او دغلته موجود د بهارت پنځه شپیته کونسل ګرۍ پاکستان کښې د اړي ګري لپاره بوښت دي۔ په ګډه اعلاميه کښې دا هم وئيلي شوي چي ډيورنډ کرخه د پاکستان او افغانستان ترمينځ مستقله پوله ده ولې په دې پوله د کانټا تار په ضد افغانستان کښې جرګه کیدل د افسوس وړ ده۔ د جرګي په مهال قبائيلي مشرانو وئيلي دي چي قبائيل د پاکستان او افغانستان ترمينځ د رورولي اړيکو لپاره خپلي هسي کوي او دا جرګه د پاکستان او افغانستان اړيکو خه کولو لپاره د هر قسمه کردار لوبو لپاره چمتو ده۔ د جرګي مشرانو غوښتنه اوکړه چي خارجه وزارت دے د خبرو اترو لپاره د دې قبائيلي جرګي کابل ته استولو بندوبست اوکړي۔پ۔د جرګي په مهال جمرود بازار د سيکورټي انديښنو له وجي بند کړي شوي وو۔ دا جرګه افغانستان کښې څو ورځې وړاندې شوې د هغه جرګې په ردعمل کښې رابلل شوې وه په کومه کښې چې ډیورنډ کرښه او په دې د پاکستان لخوا کانټا تار غیرقانوني ګرځولې شوي وو

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.