د داعش مزدورې ډلې د کابل پرونۍ حملې پړه پر غاړه واخيسته

داعش ترهګرې ډلې د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د شیعیانو پر جومات د حملې پړه ومنله.

له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې دغې ډلې په خپله خبرپاڼه کښې د دې ترهګرو عملیاتو هدف، پر دغه جومات حمله او پکښې د لمونځ کونکي په نښه کول وبلل.

د ویلو ده چې پرون د کابل ښار په قلعه فتح الله سیمې کښې د داعش ډلې یو ځانمرګي بریدګر نیت درلود چې د نذر او خیرات په پلمه د یو پسه په کارولو سره چاودونکي توکي د دغه جومات حسینیې ته ننباسي خو د سیمې خلکو وپیژنده او سمدستي یې خپل چاودونکي توکي وچاودول.

په دغه ترهګره حمله کښې شپږ تنه شهیدان او ۳۳ زخمي شوي دي.

په کابل کښې دا ترهګره حمله په داسې حال کښې رامینځته شوه چې د حسیني تاسوعا او عاشورا د ویر او ماتم شپو ورځو ته په پام سره د افغانستان امنیتي ځواکونه بشپړ تیارسي شوي دي.

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.