د روهنګيا مسلمانان د برما اور ته قايداعظم جناح اؤ طالبانو اچولي

کله چې د پاکستانی ملايانو, فوجی کمانډرانو په صلاح او مشورو او فتوی روسته طالبانو د بده مت بتان د افغانستان په باميان صوبه کې مات کړل په اور د تيلو اچولو کار يې وکړو, په برما کې د بده مت پيروکار د وخته په دغه هيواد کې مسلمانانو ته په قهر وو ښه بهانه ورته جوړه شوه او زور يې تروسه پدغه هيواد کې د مسلمانانو وباسي.

بتان يا مجسمې د زرګونو کالونو تاريخ لری په وس وخت کې د ليبرل مسلمانانو په نظر کې دغه بتان يا مجسمې يواځې د انځورونه باسلو, يا په ميوزيم کې د کيښودلو د پاره دي نور د کار ندي, خو د بده مت پيروکارانو په وړاندې دا بتان دومره مهم دي لکه د مسلمانانو ته کعبه يا نور مقدسات.

وس فرض کړه که امريکه يا کوم بل هيواد کې څوک مسلمانانو مقدساتو ته سپکوی وکړي مسلمانان تر ټولو لومړی په خپل هيواد کې د عيسويانو, يهوديانو يا د نورو مذهبونو د خلک زوروي, چرچ, مندر او تر ګوردوارې يې سيځی او په لاهور کې خو يې د عيسويانو يو ځل ټول کلی سيځلی وو.

وس نو نور مذهبونه به څنګه د خپل مذهبی مقدساتو سپکوی وزغمي?

يو بل حقيقت نه هم بايد تاسو خبر اوسئ چې په برما کې لس لاکها روهنګيا قام يا د روهنګيا مسلمانان اوسي, د دې نيمايي خلک يعنې پينځه لاکه نور روهنګيا خلک په پاکستان کې اباد دي, په کراچۍ ښار کې د برما کالونۍ په نوم يو کالونۍ هم ده, هلته خلک د غربت د کرښې نه هم لاندی ژوند کوي, د پاکستان اسناد لرل خو بيا ډېره لويه خبره ده, او پاکستان دولت بيا وخت په وخت د برما په هيواد هم احسان ملازه کوي چې ګني مونږ ستاسو خلک ساتو او بلخوا د برما هيواد په خپل هيواد کې اباد روهنګيا خپل خلک نه مني نو د پاکستان دا به څنګه ومني?

پاکستان هم وخت په خپلې درنې اسلحې او جنګي الوتکې په برما هيواد خرڅوي يعنې برما د پاکستان د اسلحې تر ټولو غټ خريدار هيواد دی, برما خو داسې د بل کوم هيواد سره اړيکې نلري خو وخت په وخت د روهنګيا د خلکو د نسل کشۍ يا نسل وژنۍ د پاره يې ښه په ازاد مټ استعمالوي.

زه يو خبره بايد بيا وليکم چې برما کې د مذهب جنګ نشته, او که وي هم نو د مذهب پکې دومره اثرات نشته, برما کې د نژاد, خاورې او ځان ثابتولو جنګ دی, د مذهب جنګ د مړې خيټې جنګ دی چې يو انسان ډوډئ, کالی پيزار عرض د هغه هيواد يوه تذکره ونلری په کوم منطق د مذهب جنګ کولی شي?

که يوه بل حقيقت په ډاګه کړو نو هغه دا دی چې د برټش په وخت کې قايداعظم, سرسيد احمد خان او نور د مسلم ليګ مشرانو د مسلمان په نوم همدا خلک په برټش برما کې اباد کړي وو, د مسلم ليګ مشرانو خو خپل مقصدونه پوره کړل خو د برما خلک هم هغه شان هلته په خره پورې تړلی پاتې شو د اردو متل دی ” دهوبی کا کتا نه گهر کا رها نه گهاټ کا.

خبرې ډېرې سر يې يو د برما په انسانی ناورين په زرګونو ليکنې شوي لکه د پاکستان او ترکی پرې خلک خپل سياستونه کوی يو خوا پرې وسله خرڅوي بلخوا يې غندنه کوي, د سعودی عرب قطر او کويت او نورو عربی هيوادونو شهزادګان لويې جزيرې د عياشيانو د پاره لري, دوي که د برما خلکو ته يوه جزيره هم ورکړي, هلته ورته فبريکې او لويې صنعتونه ولګوي دوي ته به د ارزان ليبرز سره سره ښې کاروباری منصوبې برابر کړي, خير دا خو هسې ګپ دی عرب د چا په خير نشي راتلی.

يوه خبره بايد وليکم که د پاکستان, ترکی. سعودی, قطر. انډونيشيا او نور اسلامي هيوادونه په ګډه په ملګری ملتونو کې د برما مثله پورته کړي کيدای شي ملګری ملتونه د برما دولت دې ته مجبوره کړي چې دا خلک د خپل هيوادوالو په توګه ومني.

طالب او داعش دې هم پدې خبر وي چې دا کوم ښځو او ماشومانو د وژلو د بوږنيدونکی انځورونه وينئ دا ستاسو د کارونو کرامات دي, که تاسو په مصر, سوريا افغانستان کې د بده مت مقدساتو ته سپکوی نوی کړې, دغه بتان مو مات کړی نه وای نن به داسې وحشتونه تاسو نوی ليدلی چې انسان يې فقط انځور هم د ليدلو توان نلري.

 ليکوال: نوربادشاه يوسفزئ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.