د زر بوډا کیدو خاص سببونه

یوازې توب یعني تنهايي او د دوستانو کمی هم د بوډاتوب په لور حرکت ګړندی کوي او نورې طبي ستونزې او مشکلات هم رامینځته کولای شي .

په حقیقت کښې ځینې داسې عام شیان شته چې تاسو به یې په هکله اصلا فکر هم نه وي کړی چې هغه د بوډاتوب په لور حرکت ګړندی کوي .

لاندیني شیان له وخت څخه مخکې د بوډاتوب سبب کیږي

زیاته ناسته

کوم کسان چې په ورځ کښې له اتو (۸) ساعتونو زیات وخت په ناستي تیروي نو هغوې له خپل اصلي عمر څخه اته (۸) کاله زیات زاړه بریښي .

په یو تحقیق کښې چې په پینځلس سوه(۱۵۰۰) میرمنو باندې شوی دی دغه خبره معلومه شوي ده چې د زیات کیناستلو د عادت او د انسان د ډي این ای ترمینځ یو(۱) ارتباط موجود دی .

زیات وخت کیناستل د انسان په بدن کښې د کروموسومز اوږدوالی لنډوي او د کرومو سومز په اوږدوالي کښې کموالی د نورو ناروغیو سبب هم کیدلای شي

سائینس پوهان وايي چې هره ورځ باید دیرش (۳۰) دقیق ورزش وکړئ او د ناستي په وخت هر نیم ساعت لږ شان مزل وشي .

په یوه تحقیق کښې معلومه شوي ده چې د سرې غوښې زیات خوړل او د سبزیانو او میوو کم خوړل د انسان د عمر د زیات ښودل کیدا سبب کیږي

وجه یې دا ده چې د دا ډول خواړو له کبله د انسان په بدن کښې د سیرم فاسفورس اندازه زیاتیږي چې هغه د ګردو یعني د بډروکو د ناروغۍ سبب کیږي

د خواړو انډوله ساتل او د میوو او د سبزیانو زیات استعمال د ناروغۍ مخه نیولی شي

له حقیقي ملګرو بې برخې کیدل او د اینټرنیټ زیات استعمال د طبي مسائیلو او له خپل وخت څخه زر د انسان د بوډا کیدا سبب کیږي .

په یوه تحقیق کښې ویل شوي دي چې یوازې توب یعني تنهايي د مړینې او مرګ خطر زیاتوي او د تنهايي احساس انسان د سګریټو د څکولو په لور بوځي

دغه اغیزونه په هغو کسانو کښې لیدل کیږي کوم چې دوستان نلري او په دا ډول کسانو کښې جسمي فعالیتونه هم کمیږي کوم چې د انسان دروغتیا او د صحت لپاره ضروري دي

د خواړو اکثره بدلول

د صحت مند او په جسمي ډول د ښه پاتې کیدا لپاره ضروري ده چې د خواړو یو(۱) معمول پروګرام وساتل شي

کله چې مونږ بیا بیا خپل خواړه بدلوو نو هغه زمونږ له بدن سره سمون نه خوري چې له کبله یې بدن ته تاوان رسیږي او د انسان په بدن کښې په پرله پسې ډول یو(۱) سټریس په شان حالت دوام مومي کوم چې سړی په چټکۍ سره د بوډاتوب په لور بیايي

اکثره هوايي سفرونه

د الوتکې دننه په عادي ډول نمي په عادي ډول شل (۲۰) فیصده وي او دا کومه د حیرانتیا خبره نه ده چې په الوتکې کښې له الوت وروسته د انسان بدن وچ شي

په الوتکو کښې داسې باکټریانې او مایکروبونه زیات وي کوم چې د انسان په بدن د دانو د راوتلو سبب کیږي

په خپل بدن باندې د دانو د رامینځته کیدا د مخه د نیولو لپاره ضروري ده چې د الوت په وخت له ځان سره مرطوب کونکي کریم یعني موئسچرایزر له ځان سره یوسئ او دغه راز زیاتې اوبه هم خپل عادت جوړ کړئ په .تیره بیا دا چې د اوږدې مودې الوت په وخت خو اوبه څښل ډير ضروري دي

.دغه راز جراثیم او مایکروب وژونکي شیان هم له ځان سره وساتئ او له الوت وروسته خپل مخ ووینځئ

:د شکر یعني د چینې زیات استعمال

د چینې زیات استعمال په کولیګن باندې منفي اغیزونه شیندي چې له کبله یې د انسان پوستکی خرابیږي او د انسان د بدن د پړسیدا خطر هم زیاتیږي چې له کبله یې تکسیډي سټریس رامینځته کیږي او له خپل عمر څخه مخکې د بوډا توب خطر زیاتیږي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.