د سرکاری ټیلويژن لخوا پښتنو ته د سپکاوي په اړه تحقیقات زر تر زره مکلمل کولو غوښتنه وشوه

د ټي این این د راپور په اساس په اساس د خېبرپښتونخوا بعضې سیاسي او سماجې غړو په قامي ټي وي پي ټي وي پښتنو پسې د ملنډې کولو د پيښې تحقیقات زر تر زره مکملولو مطالبه کړې او وئیلي چې د دې په ضد به اسمبلۍ او عدالت کښې هم آواز پورته کوؤ. پيښور پریس کلب کښې خبرې غونډې ته د عوامي نیشنل پارټۍ میا افتخار حسین، د پښتو نامتو ادیب اباسین یوسفزئي او نورو سماجې غړو اوویل چې اختر کښې په پي ټي وي د ټوقو پروګرام کښې پښتنو پسې د ملنډې شعرونه وئیلي شوي وو په کومه چې وړاندې د دوې احتجاج له وجې حکومت دغه شاعر او د پروګرام پروډیوسر ته څه سزاګاني ورکړي ولې دغه سزا نه پښتانه مطمئن نه دي. دوې غوښتنه اوکړه چې دغه متعلقه کسان دې په پي ټي وي پښتنو نه معافي اوغواړي او د دې سازش انکوائري دې زر تر زره مکمل کړی شي. دوي زیاته کړه که انکوائري د ډاډ وړ نه وه نو په ضد به ئي عدالت ته ځي او اسمبلۍ کښې به هم آواز پورته کوي. ټی این این سره خبرو کښې میا افتخار حسین اوویل.

“دغه مسله د پي ټې وي راپيخه ده نو مونږ د هغوي خلاف آواز اوچت کړے دے۔ پاکستان کښې که نجي ټي وي دي که که فلمي انډسټري وي که د پښتنو سپکاوي پکښې کيږي نو دا زمونږ دپاره ناقابل برداشت وي۔ بل دوي دا وئيلي دي چي پټهان کميونټي۔ نو دا دوي ډير ظلم کړے دے ځکه چي مونږ خو نه کمونيټې يو او نه پټهان يو مونږ چي کوم يو پښتانه يو او مونږ يو قوم يو.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.