د سعودی عربستان د مرتد فوځ په بريدونو کې هره ورځ د يمن بې ګناه مسلمانان وژل کيږي

د یمن په شمال کی د حجه ولایت د یو اوسیدونکی  په کور د سعودی جنګی الوتکو په حمله کی، د یوې ښځې په شمول؛ څلور کسان ووژل شول.

پدغه حمله کی چی د«المزرعه» په سیمې باندی وشوه؛ یو شمیر کورونه، پلورنځی او د زده کړې یوه مؤسسه ورانه شوه.  

له دې سره په یو وخت؛ په یمن کی یو شمیر پوځی سرچینو، د یمن خلګو د وژلو په وړاندی د نړیوالی ټولنې په چوپتیا نیوکه وکړه، او د ملګروملتو سازمان یی د دغو جنایتونو مسؤل وباله. په عین حال کی د سعودی چورلکو؛ له یمن سره د عربستان په سرحدی سیمه کی، د«جیزان» سیمی په (قوی)،(الخافه) او(حامضه) کلیو باندی ۲۰ توغندی وویشتل.

 ياده دې وي چې د السعود د رژيم په ناترسه بريدونو کې هره ورځ د يمن مسلمانان وژل کيږي.

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.