د سعودی عرب بریدونو په یمن کې وبا خپره کړې، درې لکه یمنیان په وبا اخته شوي

د روغتیا  نړیوال سازمان  پرون په دې بیان سره چې تر اوسه  درې لکه شل زره یمنیان په وبا اخته شوې اعلان وکړ چې د دغه ناروغۍ له  امله  کابو  یو زر اوه سوه دوه څلویښت کسان مړه شوې دي
 د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې د یمن خلک د څښلو اوبه نه لري او دا خبره  په یمن کې د وبا د خپریدو سبب شوې ده
 په یمن د عربستان د حملو د  دوام او ددغه هیواد د بیخ بنسټه تاسیساتو لکه د اوبو رسولو د چینلونو د خرابیدو په وجه  د وبا ناروغي په تیزۍ سره په یمن کې په خپریدو ده .
سعودي عربستان د امریکا په مرسته د ۲۰۱۵ کال له مارچه  په یمن هوایي حملې او د دغه هیواد ځمکنۍ ، سمندري او هوایي محاصره پیل کړه چې په دغو حملو کې تر اوسه دولس زره یمنیان  وژل شوې په لسګونو زره ژوبل شوې او په میلیونونو بې کوره شوې دي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.