د سعودی عرب مرتد فوځ دوه کالونو کې په يمن کې دولس زره بې ګناه مسلمانان وژلي

سعودی عربستان جنګی الوتکو پرون دیمن په شمال کښې دصعده ولایت په رازح سیمه کښې په یوه ښوونځی بمبارې وکړې اوله کبله یې دغه ښوونځی په کامل ډول تباه شو .

دملګروملتونو د ماشومانو صندوق یونیسیف (UNICEF)ویلی دی په یمن دسعودی عربستان دحملو دوام او ددغه هیواد  د ښوونځیو او د ښوونې د بیخ بنایانو تباه کیدل د زده کړې له دوام څخه د درې نیم میلیونه ماشومانو د محرومه کیدا سبب شوی دی .

په یمن دسعودی عربستان په تیریو کښې چې  د امریکا او دصهیونیسټ رژیم په حکم او دمتحده عربی اماراتو په مرستې سره له ۲۰۱۵ میلادی کال راهسې دوام لری تراوسه څه دپاسه دولس زره(۱۲۰۰۰) کسان وژل شوی او په لسګونو زره نور ژوبل شوی هم دی او په میلیونو خلک کډوال شوی او بیخ بنای تاسیسات هم تباه شوی دی .

دسعودی عربستان پوځی تیریو دیمن بې وزله هیواد دخوراکی موادو او درملو له سخت کمښت سره مخ کړی او ډیرې ناروغیانې  هم رامینځته شوی دی .

دغه راز اکسفام موسسې هم پرون په یمن کښې د ساری ناروغیوخپریدل په تاریخ کښې ترټولو بد ډول وباله .

اکسفام وویل تراوسه دیمن اوه لکه اویا زره(۷۷۰۰۰۰) خلک په ساری ناروغیوککړ شوی او ددغه بهیر په دوام سره به تر نوامبر میاشتې پورې د ناروغانو شمیر لسو لکو ته ورسیږی .

 

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.