د شپږ اسلامي هیوادونو په خلکو امریکه ته په تللو بندیز اعلان شو

د شپږ اسلامي هیوادونو په خلکو امریکه ته په تللو بندیز اعلان شو

دغه پابندي د ایران، شام، سوډان، یمن، لیبیا او صومالیه په وګړو لګولې شوي ده چې تر مخه به ئي د دغه ملکونو صرف هغه کسانو ته امرېکې ته د داخلې اجازت ورکولی شي د چا چې نزدي خپلوان وړاندې نه هغلته ته اوسیږي او یا امریکه کښې د دوې خپل کاروبارونه وي. ډونلډ ټرمپ په اقتدار کښې راتلو سره جنورې کښې د دغه ملکونو په وګړو امريکې ته داخله په مکمل توګه بندولو لپاره ایګزيکټیو آرډرز جاري کړي وو ولې سپریم کورټ ئي دغه احکامات معطل کړی وي. د پير په ورځ سپریم کورټ د دغه پابندو په شرطونوکښې نرمۍ نه پس په دې د عمل درآمد اجازت ورکړی دی. د امریکي خارجه محکمې وینا ده چې په دغه پابندو به نن نه عمل درآمد شروع کیږي چې مقصد ئي امرېکي ته د ترهه ګرو داخله بندول دي. ډونلډ ټرمپ هم د سپریم کورټ فېصله د قامي سلامتۍ ګټه بللي ده. د مهاجرینو حقونو لپاره کار کوونکې ادارو د امریکائي حکومت دا ګام د انساني حقونو خلاف بللی دی

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.