د عمران خان لاس په لستوڼي نيولو حکم ورکړل شو

دپاکستان د انتخاباتو د کمیسیون محکمې د اسلام اباد ښار  پولیسو ته حکم ورکړ د تحریک انصاف مشر عمران خان ونیسی 

دغه حکم د محکمې غونډې ته  د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان  له نه ورتلووروسته ورکړل شوی دی .

دپاکستان دانتخاباتود دکمیسیون دمحکمې غونډه د تحریک انصاف د بهرنیو مالی مرستو د ترلاسه کولو او دمحکمې حکم ته د عمران خان د سپکاوی په دوسیې د غور لپاره جوړه شوی وه .

دغه محکمې داسلام اباد پولیسو ته حکم ورکړ ددغه محکمې په راتلونکی غونډې کښې چې د سپتمبر دمیاشتې په پینځویشتمه(۲۵) نیټه کیږی دعمران خان د شتون د ډاډ په خاطر هغه ونیسی .

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.