د فرانس ځوان ولسمشر په قانونی توګه لس زره کډوال خپل هيواد ته د راوستلو پلان لري

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمیسار فیلیپو ګراندي سره د الیزې په ماڼۍ کې د لیدنې کتنې پر مهال وویل چې هیواد یې په پام کې لري چې له ترکیې، لیبنان، اردن، نیجر او چاد هیوادونو څخه۱۰ زره مهاجرو ومني.

البته دا به د بحراني هیوادونو مهاجر وي چې پورته ذکر شویو هیوادونو ته راغلي دي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان په همکارۍ به فرانسې ته د راتګ اجازه ترلاسه کړي.
د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ګرارد کولومب ویلي دي چې دغه مهاجر باید د ۲۰۱۹ م کال تر اکتوبر میاشتې پورې ومنل شي. په دې اساس فرانسه د مهاجرو په اړه هغه موافقتنامه عملي کوي چې په پاريس کې د مهاجرت په کنفرانس کې پرې موافقه شوې وه.

د اګست میاشتې په پای کې په دغه غونډه کې فرانسې او د اروپایې اتحادیې نورو غړو هیوادونو موافقه وکړه چې افریقایې مهاجرو ته به د اروپا پر لور نوې او قانوني لاره خلاصوي او په بدل کې به یې د مدیترانې له لارې اروپا ته د غیر قانوني مهاجرت مخه نیسي.

اروپایې کمیسیون د سپټمبر میاشتې په پای کې وړاندیز وکړ چې په راتلونکو دوو کلونو کې دي لږ تر لږه ۵۰ زره مهاجر له دریمو هیوادونو څخه «د مهاجرو د دوباره میشت کولو پروګرام» په چوکاټ کې اروپا ته راوستل شي. اوس فرانسې دغه هدف ته د نږدې کیدو په برخه کې لومړی ګام اخيستی دی.

راپور: مصطفې کاکړ

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.