د قیام الدین خادم ژوند او اثار

قيام الدين خادم (زېږېدنه: ۱۲۷۴ ل. – مړينه: ۱۳۵۸ ل.)
يو افغان سياستپوه، د مشرانو د جرګې سناتور، د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، ژورناليست، پياوړى ليكوال، ويښ شاعر، اديب او د فلسفي اندونو يو پوه عالم ؤ. نوموړی په پښتو ادب کې يو ځانګړی ځای لري او په همدې سبب هغه د پښتو ژبې او ادب د ځلانده ستورو څخه يو ستوری ګڼل کېږي. هغه د پښتو ژبې او ادب په باب په زړه پوري منظوم او منثور آثار ليكلي. د ادبي هلو ځلو تر څنګ نوموړی په سياست کې هم ښکاره ونډه درلوده او د ويښ زلميانو د ګوند د بنسټ ايښودونکو غړو له ډلې نه ؤ.

مخينه

قيام الدين خادم
قيام الدين خادم په ۱۲۸۶ لمريز کال د کامې ولسوالۍ په يوې روحاني کورنۍ کې دنيا ته سترګې پرانيستي دي . د ارواښاد خادم پلار مرحوم ملا حسام الدين اخوند پخپله سيمه کې يو مشهور او پوه عالم و.[1] خادم صاحب دوه نيم کاله په لواړگي کې اوسېده ،همدلته د شاعرۍ ،ليکوالۍ او ادبياتو سره د هغه مرموزې لېوالتياوې راوټوکېدې، بيا په لواړګي کې پاتې شو او هماغلته يې کوزده او واده وکړ. قيام الدين خادم د خپل اصل او نصب په اړه پخپل يوه شعر کې داسې وايي:
تعارف
د پلار د پلار لـخـوا لـمسـی د مـيا عـمـر يـمـه زه د پلار د مور نه د آخونـد بـابـا پـسـر يـمـه زه
مور مې له پلاره د فـقير صاحب نصـب ته رسي د مور له موره د خواجه احرار ځيګـر يـمـه زه
د ميـا عـمـر صاحب زيارت په څـمـکـنـيـو کې دی فقير صاحب د کامې بره خوا خښيو کې دی
آخـونـد بـابـا دی په کـنـړ، خواجه احـرار په هرات
خـادم د دغه صـاحـبانو په لـمـسيـو کې دی
فـقـيـر صـاحـب، عبـدالـرحـمان سېـلانـي يادېږي د ده فرزند صـاحـبـزاده مُـراد عـلـي نومـېـږي
په پښتنو کې ميـا عـمـر دی په رښـتـيـا منـلـی د ده فـرزنــد او خـلـيــفـه مـحـمـدي يـادېـږي
مـحـمـدي صـاحـبـزاده ؤ لوی شـاعـر د پـښـتـو مُراد علي صـاحـبـزاده ؤ مـفـسـر د پـښــتـو
د پـلار و مـوره مـيـراثـه را لـه پـښـتـو پـاتـې ده خـادم به و نـه مـني هـېـڅ مـنـکر د پـښتـو
يمه خـادم کله مې ځـانـتـه سـېـلانـي ويـيـلـی کله مې ځان په احراري، مياعمري ښـوولی
پلار مې د شګې په زاخېلو کې خاړپوڅې کړي پدې لحـاظ مې کـلـه ځـان زاخـېـلـي بـلـلـی
د علـم او فـقـر په ځـانـګـو کې زېـږېـدلـی يـمـه له ابـتـداء نـه پـدې لاره بـانـدې تـلـلـی يمـه
زده کړې
لومړنۍ زده کړې يې پخپل کور کې د خپلو والدينو څخه تر سره کړي دي . خادم صاحب د اسلامي علومو ګڼ شمير کتابونه لوستي وه؛ هغه صرف ،نحوه ،منطق حکمت ،فقه ،حديث ، تفسير او د نور دوديزو علومو زده کړه يې ترلاسه کړې وه. هغه د ديني پوهې د ترلاسه کولو لپاره 15 کاله په هيواد کې دننه او له هيواد نه دباندې سفرونه کړي دي .
دندې

قيام الدين خادم
قيام الدين خادم په بېلابېلو دولتي دندو گمارل شوی دی او د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې يې دندې ترسره کړي دي. نوموړي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰۴ ل. کال د کامې په ابتدائيه ښونځي کې د ښوونکي په توگه په دنده وگمارل شو. وروسته له يو څه مودې هغه هندوستان ته سفر وکړ له سفر نه د بېرته راستنېدو سره يې د جلال آباد په يوه ښوونځي کې د ښوونکي په توګه په کار پېل وکړ.
نوموړی په ۱۳۱۲ ل. کال د لواړګي نه د کندهار ولايت ته ولاړ او هلته د کندهار د پښتو ادبي انجمن غړي شو. کله چې د ۱۳۱۴ ل. کال د زمري په ۲۵مه نېټه د هغه مهال د دولتي چارواکو په امر د پښتو ادبي انجمن له کندهار څخه کابل ته ولېږدېده نو قيام الدين خادم هم د همدغې ټولنې سره کابل ته وکوچېده.
په رسنيو کې
کله چې په ۱۳۱۵ ل. کال کې د پښتو ادبي انجمن نوم په رسمي توګه په پښتو ټولنه بدل شو او همدا ټولنه کابل ته ولېږدېده نو ښاغلي خادم، په کابل کې د اوسېدو پر مهال، ۳ مياشتې د زيري د ورځپاڼې د خپراوي پازه پر غاړه درلودله. په ۱۳۱۸ ل. کال کې، ښاغلی خادم د تاليف او ترجمي د څانګې مدير وټاکل شو، په ۱۳۲۰ ل. کال کې يې د پښتو ټولنې د عمومي رياست مرستيالي پرمخ بېوله او په ۱۳۲۱ ل. کال کې د اتحاد مشرقي د ورځپاڼې مدير شو. تر دې وروسته په ۱۳۲۴ ل. کال کې د دايرة المعارف د ژباړې مديريت ورپه غاړه شو او بيا په ۱۳۲۵ ل. کال کې د تعاوني ډيپو د پلټنې (تفتيش) لوی مدير شو چې تر دې څه موده وروسته بيا د هرات ولايت ته ولاړ. په ۱۳۲۹ ل. کال کې يو ځل بيا قيام الدين خادم ته په رسنيو کې دنده ورکړل شوه او دا ځل يې د کندهار د طلوع افغان د مدير په توګه خپلې چارې پرمخ بېولې او يو کال تر يوه کاله پورې همالته په کندهار کې وه بيا په ۱۳۳۰ ل. کال کې د کابل مجلې د چلوونکی شو خو دلته هم د لنډ مهال لپاره په کار بوخت وه او په ۱۳۳۱ ل. کال کې بيا د سروبي د برېښنا د فابريکې د کوپراتيف لوي مدير شو. په ۱۳۳۲ ل. کال کې قيام الدين خادم د اصلاح ورځپاڼې د مسؤل مدير په توګه بيا رسنيز کار ته مخه کړه او د مدريت د دندې وروسته هغه څو کاله د پښتو ژبې د کورسونو مدير او په عين وخت کې د زيري ورځپاڼې د چلوونکي دنده هم پر غاړه درلوده.
چاپ شوي آثار

ارواښاد قيام الدين خادم
ارواښاد استاد خادم د منظومو او منثورو آثارو ډير په زړه پوري کتابونه ليکلي او ۱۴ ځانگړي اثار يي چاپ شوي دي چې د هغو نه يې يو شمير په دې توګه دي:
1. د کوچنيانو اخلاقي پالنه
2. روهي گلونه
3. د مرغلرو اميل
4. نوی ژوندون
5. مکارم اخلاق
6. پښتونولي
7. بايزيد روښان
8. خيالي دنيا
9. د شريف سرگذشت
10. نبوغ او عبقريت (فلسفي اثر)
11. نوې رڼا
12. د پښتو نني ليکوال
13. د پښتنو د تاريخ يوه سرپاڼه
14. د خوشحال او د رحمان موازنه
15. څاروان
16. د څلورم ټولګي لپاره د پښتو قرأت
17. پښتو کلي (په ۶ ټوکو کې)
18. معلم پښتو
19. پښتانه شعرا (لومړی ټوک)
20. پارتيان څوک ؤ
21. په تذکرة الاوليا تبصره
22. کوشانيان څوک ؤ
23. د بابا نصيحت
24. د پښتو پټۍ
25. د پښتو نثر تاريخي تصورات
26. لوی سهاک
27. ادبي قصې
28. لوی اصحابان (اصحاب کرام)
29. نشنليزم او انټرنشنليزم
30. افغاني حکومت
31. د پښتو نثر
32. معياري پښتو
33. بلکا
34. د پښتو څټه او څانکې
35. نصوص الحکم
36. د مور مينه
37. لرغوني پښتانه قومونه
38. ټولنپال افغان مونوفېسټ (د مولانا قيام الدين خادم سياسي افکار)
ناچاپه آثار

قيام الدين خادم
د نوموړي ګڼ شمېر نور اثار لا تر اوسه نه دي خپاره شوي. د ناچاپو کتابونو لړليک يې په لاندې توګه دی او موږ په دې هيله يو چې يوه ورځ د دغو کتابونو د چاپولو زيری واورو.
1. د پښتونخوا قصې
2. مکالمات
3. غرضه حُب خير
4. سورګل
5. کانفرانسونه
6. کره پښتو
7. پښتو زده کړه
8. د پښتو شاعري
9. پښتو په غربي ليکدود کې
10. پښتني پور
11. شلمه پېړۍ او پښتانه
12. د پښتنو قومولي
13. غوره سندرې
14. د پښتنو مشاعرې
15. لرغوني افغانان
16. آينده پښتنو ته
17. د تنقيد حق
18. ساتلې خزانه
19. ريګويدي سرودونه (يا سرود های ريګويدي)
20. د پښتونولۍ ادب
ځانګړی وړتوب
مرحوم خادم صاحب په اردو، انګرېزي او عربي ژبو بلد ؤ، د همدغو ژبو په مرسته هغه د يوه کنجکاو او پلټونکي انسان په توګه هڅه کوله او د ډيرؤ شيانو په راز يې ځان پوه کړی وه، کيداي شي د هغه د برياليتوبو د رازونو څخه يو هم همدا وبولو.
سياسي ژوند

په دې انځور کې د نورو فرهنګيانو سره، قيام الدين خادم ۲۲ کس دی
د هېواد په سياسي ډګر کې هم قيام الدين خادم يوه فعاله ونډه درلوده. هغه د ويښ ځلميانو د غورځنګ د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه ؤ.[2]
د ۱۳۲۷ ل کال د جوزا د مياشتی په اوومه د ويښو ځلميانو د تدارک د کميسون د لارښوونی له مخې د کندهار، ننګرهار او کابل يو شمير ادبی او عرفانی ملګرو لکه عبدالرؤف بينوا، فيض محمدانګاز، نورمحمد تره کی، قيام الدين خادم، صديق الله رښتين، ګل پاچا الفت، نيک محمد پکتيانی، محمد ارسلان سليمی، عبدالقدوس پرهيز، ابو الحسن هزاره، پاينده محمد روهيلي، محمد ولی ځلمی، عطا محمد شېرزی، محمد طاهر تائب او ځينو نورو ليکوالانو او روښنفکرانو د موسسی کنګری غړو چې شمير يې دوه ويشتو تنو ته رسيدی د دارالامان په افشار وکې د عبدالمجيد زابلی دنوی تعمير په يوه سالون کې د ماسپښين پر دوو بجو د ويښو ځلميانو دگوند جوړولولپاره دبيلو بيلوولايتونو د نمايندګانو طرحي وړاندی شوی چې يوه يې د عبدالروف بينوا او نور محمد تره کی، بله يې د قيام الدين خادم او دريمه يې د صديق الله رشتين وه. لومړی يې مترقي او عصری، دوهمه يې ملی اوو طنی،دريمه يې مذهبی او کلتوری رنګ درلود. د زيات بحث وروسته د ټولو طرحو د مهمو مادو په ګډون پر دغو ټوکودټولو موافقه راغله : د اسلام او مشروطه شاهی نظام او د پاچاد مقام درناوی، د دولت د دروګونو قواؤ ترمنځ لکه اجرئيه، مقنينه، قضائېه تفکيک او بيلوالی ، دهغوي د حقوقو او صلاحيتونو ټاکل، د ازادو انتخاباتوپر اساس درابلل شوي لويی جرګی د لاری د وخت دغوښتنو سره سم په اساسي قانون کې تعديلات او تغيرات راوستل ، داساسي قانون پلي کول، د علم او معارف خپرېدل او پراختيا، د مطبوعاتو، دفکر او بيان د آزادۍ تظمينول، د هر ډول نژادي، ژبني، او سيمه ايزو تعصب او لوړتيا غوښتنومخه نيول، د قانون په واسطه د افرادو طبيعی اوټولنيزو حقوقو تأ مينول، ظلم، رشوت، پټي سوداگری (قاچاق) او بی عدالتيو سره مبارزه کول، په ټولنيز ژوندکې د افراط او تفريط څخه ډډه کول، د تخنيک اوصنعت رواجول، په هېواد کې دهر چاله پاره د کار او تعليم د زميني برابرول، د کارګرو او بزګرو حقوق، اقتصادی او زراعتي اصلاحاتو ته پاملرل، د موهوماتو او مزخرفاتو سره مجادله کول، د ملی ژبی پښتو او پښتونستان د ملی خودارديت پرننګه درېدل، د بشر د حقوق د اعلاميې او بين المللي صلح او سلم غوښتل او په عملی صورت بې تطبيقول . بڅرکی صاحب په پورته يادشوي کتاب کې ليکلې چي دويښ زلميانو دجنبش لومړې مرام په ۱۳۲۷ او دوهم يي په ۱۳۲۸ لمريزکال دزمري دمياشتي په ۲۷ نيټه تصويب شوېدی . گران لوستونکي محمد علم بڅرکی (( ويښ ځلميان دافغانستان يو سياسي تحريک)) په نامه کتاب کښي دخادم صاحب او پښتو ادب دشپږو ستورو دسياسي فعاليت په اړوند معلومات تر لاسه کولاي شي . ارواښاد خادم دحقيقت دڅرگندولو سره مينه لرل ،تل يې هر څه بربنډ ويل . خادم صاحب په زيات شمير ادبي او علمي محافلو کې برخه اخيستې ده ،او کله کله ددولت اړونده ا رگانو لخوا په ستاين ليکونو او ډاليو سره نازول شوۍ او ستاينه يې شوېده . مرحوم خادم دفلسفي اند او علمي شخصيت څښتن و،هغه په رښتيا سره دخپل ولس سره مينه درلوده او دهغه خدمت يي په ډيره خوښۍ سره کاوه. هغه د هر ډول مشكلاتو او سختيو په مقابل كښي د مقاومت، صبر او حوصلې لارښوونه كول . استاد خادم دمعاسرو ادبياتو دهغو پنځو ستوروڅخه وچې دپښتو ادب او کلتور يي ځلولۍ دی ،اوديوه داسي ويښ زلمي په احساس يې دپښتو ادب چوپړ کړۍ چې دنن زلميان يې درناوۍ کوي .
بندي کېدل او مړينه
کله چې په ۱۳۵۷ ل. کال کې د خلق او د پرچم د ګوندونو لخوا په افغانستان کې کودتا وشوه، او په افغانستان کې يو کمونستي رژيم واکمن شو. نو په همدغه کال کې قيام الدين خادم هم د کمونستي رژيم لخوا زنداني شو او په زندان کې تر ډېرو شکنجو او ځورونو وروسته په داسې حال کې له بنده خلاص شو چې لاسونه او پخښې يې د همدې ځورونو په سبب فلج شوي وې. د افغانستان دا لوی مفکر، ژورنالست، اديب، ليکوال، د فلسفي افکارو خاوند، د ټولنې طبيب، سياستپوه او ټولنيز شخصيت د ۱۳۵۸ ل. کال د وږي د مياشتې په ۵مه نېټه چې د هماغه کال د واړه اختر د ۵ ورځې سره سمون خوري د دوشنبې په ورځ د سهار په ۵ بجو د علي آباد په روغتون کې د ۷۴ کلونو په عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې کړې او د هماغه کال د وږي د مياشتې په ۶مه نېټّه د کامې ولسوالۍ د زرشوی په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې په ډېر درنښت خاورو ته وسپارل شو.
خادم چې په اخلاص شي څوک د مُلک او د ملت
.وطن يې پس له مرګه په مدفن فخر کوي

اړوندې ليکنې د ليکوال نورې ليکنې

تبصره وليکئ

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.